د بې سرپرسته کوچنیانو لپاره حقوق او پروسیجرونه

په ترکیه کې هر هغه څوک چې عمر يې  تر ۱۸ کلونو څخه کم وي ماشوم ګڼل کیږي. دا پدې مانا ده چې د ۱۸ کلونو څخه کم عمر هرڅوک کولاۍ شي د ترکیې اړوندو قوانینو په چوکاټ کې “ماشومانو” ته د ورکړل شويو حقونو او خدماتو څخه برخمن شي. هر چېرته چې تاسو پدې معلوماتو کې د “ماشوم” یا “کوچنی” کلمه ګورئ، دا د ۱۸ کلونو څخه کم عمر ټولو ته اشاره کوي.

که یو ماشوم د مور، پلار، یا بل بالغ پالونکي یا خپلوان پرته ترکیې ته راغلی وي؛ یا ترکیې ته له راتلو وروسته له هغوی سره یې اړیکه پرې شوي وي، دوی ته “بې سرپرسته ماشوم” یا “بې سرپرسته کوچنی” ویل کیږي. ټول ماشومان، پرته له دې چې د دوی تابعیت، مذهب، جنسیت، یا کوم بل ځانګړتیا په پام کې ونیول شي، کولاۍ شي په ترکیه کې ماشومانو ته وړاندې شوي حقونو او خدماتو څخه ګټه پورته کړي.

د کورنیو او ټولنیزو خدماتو وزارت (په ترکی ژبه: Aile ve Sosyal Politikalar Bakanlığı) په دې هیواد کې د ماشومانو د ساتنې رسمي اداره ده. کله چې ماشومان د بې سرپرسته په توګه وپیژندل شي، دوی د خپل عمر او جنسیت ته په کتو په مناسبو تاسیساتو کې ځای پر ځای کیږي چې د کورنۍ او ټولنیزو خدماتو وزارت لخوا پرمخ وړل کیږي. دوی کولاۍ شي په دې خوندي ځایونو کې تر ۱۸ کلنۍ پورې پاتې شي. هغه ماشومان چې په خوندي ځایونو کې ژوند کوي د دوی لومړني اړتیاوې لکه خواړه، روغتیا، زده کړې او جامې په دې تاسیساتو کې وړیا چمتو کیږي. دا تاسیسات په رسمي ډول د ماشومانو د ملاتړ مرکزونو په نوم یادیږي (په ترکي ژبه: Çocuk Destek Merkezleri)، خو په مکرر ډول د “د پاملرنې مرکزونو”، “مرکزونو” او “لیلیو” په نوم هم یادیږي.

که تاسو یو بی سرپرسته ماشوم یاست او غواړئ چې د ترکیې په هیواد کې محافظت یا ساتنې ته لاسرسی ومومئ، تر هر څه د مخه ښايي ستاسو عمر او ستاسو اوسنې حالت (ایا تاسو سرپرست لرئ که نه) باید وپیژندل شي.

د دې معلومولو کړنلارې چې ایا تاسو یو بې سرپرسته ماشوم یاست که نه د پولیسو افسرانو لخوا چې د ماشومانو سره کار کولو کې تخصص لري ترسره کیږي. دا کار هغه مهال ترسره کیږي کله چې اړونده دولتي چارواکي یا د غیر دولتي موسسو کارمندان تاسو پولیسو ترا راجع کړي. د پولیسو افسران ستاسو د اسنادو د بیاکتنې پر بنسټ لکه ستاسو پاسپورت، د هویت سندونه، او ستاسو د زیږون سند ستاسو د عمر پیژندنه ترسره کوي. د دې لپاره چې پولیس ځان پوه کړي چې ایا تاسو یو بې سرپرست ماشوم یاست که نه، هغوی به له تاسو څخه ستاسو د کورنۍ د ځای په اړه څو پوښتنې وکړي، دا به هم وپوښتي چې تاسو څنګه او کله له دوی څخه جلا شوي یاست. دا ټول معلومات د پولیسو افسران ثبتوي. که په دې کې هیڅ شک نه وي چې تاسو په ریښتیا د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرئ او بې سرپرسته یاست، نو د پولیسو افسران به تاسو سره د څو طبي آزمويښتونو له لارې، د ساري ناروغیو د آزمويښت په ګډون، مرسته وکړي. د دې کړنلارو د ترسره کولو څخه وروسته، تاسو به هغه ځاۍ ته ولیږدول شئ چې ستاسو د عمر او جنسیت له اړخه مناسب ځاۍ وي.

د پولیسو لخوا د عمر ارزونه ممکن اړین وګڼل شي به هغه صورت کې چې تاسو د خپل عمر د تثبیتولو لپاره کوم اسناد ونلرۍ یاهم که چارواکي شک لري چې تاسو د ۱۸ کلونو څخه ډیر عمر لرئ او یا هم دا داسې کوم بل دلیل په شتون کې، د بيلکې په توګه که چیرته تاسو دمخه د ترکي چارواکو لخوا د ۱۸ څخه پورته عمر وکړي په توګه ثبت شوي یاست.

دا د ماشومانو په برخه کې روزل شوي پولیس افسران بیا به تاسو سره د عمر د تثبیت لپاره عامه روغتون ته لاړ شي. د عمر د تثبیت پورې تړلي ټولې ارزونې وړیا ترسره کيږي: تاسو اړتیا نلرئ د هیڅ څه لپاره پیسې ورکړئ.

ټول هغه رسمي سندونه چې تاسو له ځانه سره راوړي دي، لکه ستاسو د هویت سند، د زیږون سند، پاسپورټ، د زده کړې ریکارډونه، یا کوم هغه سند چې ستاسو د عمر په تثبیت کې مرسته کوي ډیر اړین دي ترڅو وکولاۍ شي تاسو د نابالغه په توګه معرفي کړي. حتی که تاسو ونه توانیدئ چې دا سندونه له ځانه سره ترکیې ته راوړئ، دا به بیا هم د پیژندنې پروسې لپاره ګټور وي، که امکان ولري، د کورنۍ غړو یا خپلوانو څخه د دې سندونو اصل یا عکسونه ترلاسه کړئ.

د عمر تثبیت به د چارواکو له خوا هغه وخت پ خپلي سري توګه ترسره شي که تاسو ونشئ کولاۍ د هویت سند وړاندې کړئ چې ستاسو عمر وښیې، یا که ستاسو فزیکي بڼه د دې لامل شي چې چارواکي باور وکړي چې تاسو ممکن د ۱۸ کلونو یا له ده نه هم د ډیر عمر لرونکي یاست.

د عمر تثبیت یا ارزونه یوه طبي معاینه ده چې ستاسو د عمر د معلومولو لپاره په هغه صورت کې چې تاسو رسمي سند لکه پاسپورټ یا د هویت سند و نلرئ تر څو ستاسو عمر څرګند شي، ترسره کیږي. دا معاینه هغه وخت هم ترسره کیږي که چې دا شک شتون ولري چې تاسو د خپل عمر په اړه کره معلومات د چارواکو سره نه شریکوئ. دا ارزونه د یو ډاکټر یا د ډاکټرانو د بورډ لخوا چې په روغتون کې دنده ترسره کوي، ترسره کیږي.

د انسان بدن، په ځانګړې توګه ستاسو د هډوکو او غاښونو وده او هغه بدلونونه چې د بلوغت په وخت کې څرګنديږي، ډاکټرانو سره ستاسو د بیولوژیکي عمر په پیژندلو کې مرسته کوي. تر ټولو عام میتود چې په ترکیه کې د کوچنيانو لپاره د عمر د تثبیت لپاره کارول کیږي د هډوکي پراختیا په ارزونه پورې اړه لري چې ستاسو د لاس هډوکي د ایکس-رې له لارې معلومیږي. دواړه فزیکي معاینه او د غاښونو ازموینې، په شمول د ایکس-رې اخیستل کیږي. دا ازمايښتونه په نرمۍ او داسې طریقه ترسره کیږي چې تاسو ته به فزیکي یا رواني  درد یا زیان ونه رسوي. هغه ډاکټر چې ستاسو ازمايښت ترسره کوي او ستاسو عمر تثبیتوي باید تاسو ته د عمر ارزونې هدف او د پلي کیدو میتودونو په اړه خبر درکړي.

د ماشومانو په برخه کې یو روزل شوې د پولیسو افسر او د اړتیا په صورت کې یو ژباړونکی به ستاسو سره د عمر د تثبیت په بهیر کې مل وي. د عمر د تثبیت ټولې مرحلې وړیا دي: تاسو اړتیا نلرئ د هیڅ څه لپاره پیسې ورکړئ.

د عمر د تثبیت د پروسې له لارې د یوه وګړي عمر په سمه توګه پیژندل ستونزمن کیداۍ شي، او د دې دلیل لپاره، هغه پایلې چې تاسو یې ترلاسه کوئ ځینې وخت سم نه وي. د انسان د بدن وده په مختلفو هیوادونو کې د اقلیم، شته خوړو، او جینیاتی لاملونو پر بنسټ په مختلفو طریقو ترسره کیداۍ شي. د عمر ارزونه یا تثبیت باید دا ټول فکتورونه په پام کې ونیسي، مګر لاهم د دوی د اغیزو په اړه لا زیاتو څیړنو ته اړتیا ده. برسېره پردې، ځیني وخت د عمر ارزونه یوازې د کوچني عمر د اندازې اټکل کوي لکه “د 15 او 17 کلونو ترمنځ”، د 16 کلونو او 5 میاشتو په پرتله. په دې حالت کې، ستاسو عمر ممکن په بل ډول ثبت شي چې دا د ډاکټر وروستۍ ارزونې پورې تړاو لري.

دا ممکنه ده چې تاسو د عمر د ارزونې په پایلو باندې اعتراض وکړئ. په دې حالت کې، تاسو کولاۍ شئ هغه روغتون ته ورشئ چیرته چې د عمر لومړنۍ ارزونه بشپړه شوې وه، یا هم تاسو ممکن یو بدیل د عمر د تثبیت ازموینه ولرئ چې د عمر ارزونې کې تخصص شوي د کوم بل طبي مرکز په عدلي څانګه کې بشپړه شوي ي. په طبي مرکزونو په عدلي څانګو کې، د عمر ارزونه نه یوازې د هډوکي د پراختیا پر بنسټ، بلکې د ټول بدن د ارزونې پر بنسټ هم ترسره کیږي. کله چې تاسې د ابتدايي عمر ارزونې پایلې ننګوئ، نو دا ګټوره ده چې د دې ډول هراړخیزې ارزونې پر بنسټ یوه ازموینه ترلاسه کړئ. بیا تاسو ښايي د دې بدیلو ازموینو پایلې د کډوالۍ مدیریت ولایتي ریاست یا محکمې ته وړاندې کړئ. دا مهمه ده چې په دې ډول قضیې کې د وکیل سره سلا مشوره وشي او د هغه مرسته ترلاسه شي. په ترکیه کې د کډوالو د حقونو اداره کولاۍ شي تاسو ته د دې کړنلارو په اړه مشوره درکړي او د استیناف په پروسه کې تاسو سره مرسته وکړي.

د ترکیې دولت په دې هیواد کې د بې سرپرسته ماشومانو لپاره خوندیتوب چمتو کوي. د کورنیو او ټولنیزو خدماتو وزارت (په ترکی ژبه کې: Aile ve Sosyal Politikalar Bakanlığı)  هغه دولتي اداره ده چې د ۱۸ کلونو څخه د کم عمر لرونکي ماشومانو ساتنه کوي. هغه چارواکي چې په دغه ادارو کې کار کوي چیرته چې بې سرپرسته کوچنيان د کورني او خدماتو د وزارت تر څارنې لاندې ځای په ځای کیږي د دوی د مسلکي مسؤلیتونو د یوې برخې په توګه د استوګنې حق په ګډون د دوی حقونو ته د کوچنيانو لاسرسی همغږي کوي. ټول هغه خدمتونه لکه د پیژندنې د پروسې په اوږدو کې او همدارنګه په یوه اداره کې د تعقیب لاندې ځای په ځای کول چې د بې سرپرسته کوچنيانو لپاره چمتو شوي وي، وړیا دي.

د اداری پاملرنې لاندې بې سرپرسته ماشومان د ساتنې په هغو مرکزونو کې پاتې کیږي چې د کورنۍ او ټولنیزو خدماتو وزارت لخوا پرمخ وړل کیږي. هغه ماشومان چې عمرونه یې د ريږون نه تر ۷ کلنۍ پورې وي ممکن یوځای پاتې شي. که تاسو د ۸ او ۱۷ کلونو ترمنځ یاست، نو تاسو به د خپل عمر او جنسیت سره سم په ټاکل شوي مرکزونو کې پاتې شئ. د ۸ څخه تر ۱۲ کلنۍ پورې هلکان او انجونې په یو ځانګړي مرکز کې پاتې کیږي، پداسې حال کې چې د ۱۳ څخه تر ۱۷ کلنۍ پورې هلکان او د 13 څخه تر 17 کلونو پورې نجونې په جلا جلا مرکزونو کې پاتې کیږي.

د استانبول په څیر والیتونو کې، چیرته چې په منظم ډول د بې سرپرسته کوچنیانو لوی شمیر پیژندل کیږي، تاسو څخه ممکن لومړی د څو اونیو لپاره د پاملرنې په لنډ مهاله مرکز کې د پاتې کیدو غوښتنه وشي، مخکې له دې چې هغه ځای ته لیږدول کیږئ چیرته چې تاسو به تر ۱۸ کلنۍ پورې پاتې شئ. په عام ډول، تاسو به په ټاکل شوي مرکزونو کې د ګڼو ملیتونو د نورو کوچنیانو سره پاتې شئ. دا هم امکان لري چې ډیری وختونه د ځینو ځانګړو شرایطو یا د پاملرنې د مرکز د ظرفیت موضوعاتو ته په کتو تاسو د ترکي کوچنيانو سره په مخلوطو مرکزونو کې د اداري پاملرنې لاندې ځای پر ځای شئ.

د پاملرنې هر مرکز ځانکړې ظرفیت لري، د بیلګې په توګه، په منځني ډول په یوه مرکز کې له ۲۰ څخه تر ۴۰ پورې ماشومان پاتې کیداۍ شي. په هرصورت، ددط مرکزونو ظرفیت او فزیکي شرایط کیدای شي توپیر ولري.

هر کوچنې چې په یوه مرکز کې پاتې کیږي یو “سلاکار” لري چې د دوی مسؤلیت پر غاړه اخلي. ستاسو مشاور یو چارواکې دې چې په دې مرکزونو کې د ارواپوه یا ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي. تمه کیږي چې تاسو په لومړي سر کې خپلې اړتیاوې، کومې ننګونې چې په دې مرکزونو کې ورسره مخ یاست یا داسې نورې اندیښنې له خپل مشاور سره شریک کړئ. کله چې تاسو د پاملرنې په یوه مرکز کې ځای پر ځای شئ تاسو ته به خبر درکړل شي چې ستاسو ګمارل شوې مشاور یا سلاکار څوک دې، او په عامه توګه دا مشاور به تاسو ته د ساتنې د مرکز د قواعدو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه هم معلومات درکړي. د خپل مشاور سربیره، تاسو کولاۍ شئ د نورو لویانو سره هم، لکه د ښوونکو، چارواکو، نرسانو، د پاکولو او پخلنځي کارکوونکو، او ددې مرکزونو اداري چارواکو سره، سلا مشورې وکړئ.

په پاملرنې یا ساتنې هغه مرکزونه چیرته چې تاسو او نور نابالغه ماشومان پاتې کیږي هغه ځایونه دي چې ستاسو د عمر او جنس لپاره مناسبه دي او چیرته چې ستاسو لومړني اړتیاوې چمتو کیږي. دا ځایونه د دې لپاره ډیزاین شوي چې ستاسو او ستاسو د ملګرو د فزیکي او رواني پرمختګ ملاتړ وشي. دا مرکزونه د دې لپاره ندي چېرته چې تاسو د یو ډول بندیز یا مجازاتو احساس وکړي. برعکس، دا ځاینونه د دې لپاره دي چيرته چې ستاسو ساتنه او ملاتړ وشي.

د تركيې د قانون له مخې، كه تاسې د يو بې سرپرسته ماشوم په توګه وپيژندل شئ، په دې معنی چې تاسې له ۱۸ كلونو څخه كم عمره ياست او د كورنۍ هېڅ غړى مو ستاسو ملتیا نه کوي، نو بايد د دولت تر پاملرنې لاندې پاتې شئ. پر دې بنسټ، که تاسو په داسې یو حالت کې یاست نو تاسو به په د پاملرنې په دولتي مرکزونو کې د دولت تر پاملرنې لاندې ونیول شئ، لکه څرنګه چې پورته تشریحات ورکړل شول.

د بدیل په توګه، تاسو کولاۍ شئ هغه د کورنۍ غړو یا خپلوانو سره چې په ترکیې کې ژوند کوي او یا هم د رضاعي (سرپرست) کورنۍ سره پاتې شئ. په دې ټولو سناریو ګانو کې (په یو ځای کې پاتې کیدل، د خپلوانو سره، یا د رضاعی کورنۍ سره)، چارواکي به د ماشوم په توګه ستاسو د غوره ګټو په پام کې نیولو سره ارزونه وکړي. که تاسو په ترکیې کې د خپلوانو یا د کورنۍ د غړو سره د ژوند کولو غوښتنه کوئ، د کورنۍ او ټولنیزو خدماتو وزارت ستاسو د غوښتنې په اړه ارزونه کوي، او ستاسو د خپلوانو د ژوند شرایط معاینه کوي ترڅو پوه شي چې آیا ستاسو د کورنۍ غړي یا خپلوان کولاۍ شي ستاسو پاملرنه په سمه توګه وکړي. تاسو کولاۍ شئ د خپلې کورنۍ د غړو یا خپلوانو سره یواځې هغه وخت پاتې شئ کله چې وزارت ستاسو غوښتنه تصویب کړي. د یو نابالغ ماشوم لپاره دا ممکنه نه ده چې یوازې ژوند وکړي؛ تاسو به یا د پاملرنې په مرکز کې تر څارنې لاندې ونیول شي، یا د کوم سرپرستې کورنۍ سره ځای پرځای شئ، او یا هم شرایطو ته په کتو، ستاسو د کورنۍ د غړ سره یو ځاۍ شئ.

که تاسو بې سرپرسته کوچني خویندې او ورونه لرئ، د کورني او ټولنیزو خدماتو وزارت ستاسو او ستاسو د ټولو خویندو او ورونو د عمر او جنسیت پر بنسټ ارزونه کوي. دا د وزارت پریکړې پورې اړه لري چې د امکان په صورت کې خویندې او ورونه د ساتنې په مرکز کې یو ځاۍ وساتي.

لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، پداسې حال کې چې د زیږون نه تر ۷ کلنۍ پورې ښځینه او نارینه ماشومان کولاۍ شي د ساتنې په ورته مرکزونو کې یوځای پاتې شي، او هغه انجونې او هلکان چې عمرونه یې ۸-۱۲ او ۱۳-۱۷ دي په بیلابیلو مرکزونو کې پاتې کیږي چې د دوی عمر او جنس ته مناسب دي. که د خپل ځان او ستاسو د ورونو عمر او جنسیت اجازه ورکړي، تاسو کولاۍ شئ یوځای پاتې شئ. که چیرې دا ممکنه نه وي چې د خپلو خویندو سره یوځای په ورته مرکزونو کې پاتې شئ، نو تاسو به د بل سره نږدې یا په ورته ولایت کې ځای پر ځای شئ، ترڅو تاسو په منظمه توګه یو بل سره لیده کاته وکړئ.

تاسو کولاۍ شئ د یو نابالغ ماشوم په توګه د کورني او ټولنیزو خدماتو د وزارت پورې اړوند د پاملرنې په مرکز کې تر ۱۸ کلنۍ پورې پاتې شئ. تمه کیږي چې تاسو د ۱۸ کلنۍ کلیزې وروسته دا مرکز پریږدئ. په ترکیه کې، د ۱۸ کالو څخه ډیر عمر لرونکي وکړي لویان یا بالغان ګڼل کیږي او د اوسني دودونو سره سم، د بالغ پناه غوښتونکو څخه تمه کیږي چې د خپل استوګنځي ساتنه وکړي. په بل عبارت، بالغ پناه غوښتونکي د ځان لپاره یو کور یا اپارتمان کرایه کوي، او دوی د خپل ژوند او اړتیاوو د چمتو کولو مسوولیت پر خپل غاړه اخلي.

په ځینو استثنایی شرایطو کې که تاسو اړتیا لرئ د ۱۸ کلنۍ وروسته خپل تعلیم ته دوام ورکړئ یا د کومو نورو ځانګړو شرایطو ته په کتو ممکن تاسې د لنډې یا اوږدې مودې لپاره د پاملرنې په مرکزونو کې پاتې کیدو ته دوام ورکړئ. دلته، ځانګړي شرایط داسې شرایطو ته اشاره کوي لکه مخکې له دې چې تاسو ترکیه پریږدئ په څو اونیو کې ۱۸ کلن شئ، (د بیلګې په توګه، د کورنۍ د بیا یوځای کیدو لپاره)، او له همدې امله تاسو نشئ کولاۍ د ترکیې د پریښودو دمخه په یو ځای کې میشت شئ، یا که د مثال په توګه تاسو د یوې جدي روغتیایی ستونزې څخه د خلاصیدو په حال کې یاست او د ساتنې د مرکز څخه د وتلو دمخه د یو څه اوږدې مودې لپاره د پاتې کیدو اجازه لرئ. حتی په داسې استثنایی حالتونو کې، د ساتنې د مرکز ظرفیت او په ځینو مواردو کې د خوندیتوب د اندازې د غزولو په اړه د محکمې پریکړه د دې په ټاکلو کې مهم دي چې آیا په دې مرکز کې ستاسو د پاتې کیدو موده تمدید شوې یا نه.

د ساتنې په مرکز کې پاتې شوي ډیری بې سرپرسته کوچنيان د ۱۸ کلنۍ وروسته د خپل ژوند په اړه اندیښنه احساسوي، په ځانګړې توګه د دې په اړه چې دوی به چیرته ژوند وکړي، دوی به څنګه خپل ژوند چارې پر مخ بوزي او داسې نورې کړنلارې چې دوی ورته اړتیا لري. د راتلونکي په اړه دا اندیښنې لرل یوه نورماله خبره ده. که تاسو ورته اندیښنې لرئ، تاسو کولاۍ شئ د خپل مشاور یا د ساتنې د مرکز نورو چارواکو سره خبرې وکړئ. تاسو کولاۍ شئ د ځوانانو او د بې سرپرسته ماشومانو په اړه د نورو پوښتونو لپاره د ترکیې د کډوالو د حقونو د ادارې سره په دې شمیرې +90 549 510 52 06 په اړیکه شئ.

کله چې تاسې او نور بې سرپرسته کوچنيان د اداري پاملرنې د مرکز تر ساتنې لاندې یاست، کولاۍ شئ د ټولو حقونو او خدماتو څخه په وړیا توګه ګټه پورته کړئ.

د یو نابالغ ماشوم په توګه، تاسو کولاۍ شئ د سرپناه د مرستې څخه ګټه پورته کړئ، پدې معنی چې تاسو کولاۍ شئ د کورني او ټولنیزو خدماتو وزارت پورې اړوند په یوه مرکز کې تر ۱۸ کلنۍ پورې پاتې شئ. د دې مرکز فزیکي اړخونه ممکن توپیر ولري: په ځینو مرکزونو کې کیداۍ شي تاسو له نورو ماشومانو سره په شریکه ژوند وکړئ او کیداۍ شي په ځينو نورو مرکزونو کې تاسو ممکن د ځان لپاره مستقله خونه ولرئ. ستاسو د ژوند ټولې اړتیاوې لکه خواړه او جامې په دې مرکزونو کې ستاسو لپاره چمتو کیږي. برسېره پر دې، په دې مرکزونو کې یو نرس شتون لري او ستاسو روغتیايي ستونزې به له نږدې تعقیب او په پام کې ونیول شي. تاسو کولاۍ شئ روغتونونو یا نورو روغتیایی تاسیساتو ته په هغه قضیو کې یوځای شئ چې نور طبي پاملرنې ته اړتیا لرئ.

کله چې تاسې د یو نابالغ ماشوم په توګه د پاملرنې په مرکز کې ساتل کیږې، دا ممکنه ده چې تاسې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړئ. تاسو کولاۍ شئ د خپل مشاور د لارښوونې سره سم د خپل عمر او پخواني زده کړو ته په کتو په رسمي ډول یا د واټن له لیارې خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ. که تاسو د پاملرنې په یوه مرکز کې میشت یاست، تاسو ممکن یو څه پیسې د جیب خرچ په ډول ترلاسه کړئ چې د اونۍ یا میاشتې پر اساس ورکول کیږي. دا پیسې تاسو سره مرسته کوي ترڅو خپل ځینې شخصي اړتیاوې پوره کړئ. برسیره پردې، د ژبې کورسونه، د سپورت فعالیتونه، چکر، او نور ټولنیز فعالیتونه هلته د استوګنې بې سرپرسته کوچنیانو لپاره د د پاملرنې د مرکز لخوا تنظیمیږي.

بې سرپرسته ماشومان ځینې نور حقونه هم لري. که تاسو فکر کوئ چې تاسو به په خپل اصلي هیواد کې خوندي نه یاست او که تاسو د بیرته ستنیدو ویره لرئ نو تاسو کولاۍ شئ په ترکیه کې د پناه غوښتنه وکړئ. د ترکیې د قوانینو له مخې، د ماشومانو او لویانو په ګډون هېڅوک نه شي کولاۍ بېرته داسې ځای ته ولېږدول شي چې ژوند یې له ګواښ سره مخ شي. مهرباني وکړئ په ترکیه کې د پناه غوښتنې د حق په اړه د نورو معلوماتو لپاره لاندې برخو ته ځیر شئ.

 

له ۲۰ څخه تر ۴۰ پورې کوچنيان په هغه تاسیساتو کې یوځای پاتې کیږي چیرته چې بې سرپرسته کوچنيان ځای په ځای کیږي. د پاملرنې د مرکز ځینې داسې مقررات شتون لري چې هدف یې دا دی ترڅو تاسو ته دا امکان درکړل شي چې تاسو وکولاۍ شې په خونديتوب او امنیت کې له نورو سره ګډ ژوند وکړئ، او دا مقررات ممکن د پاملرنې په مرکزونو کې توپیر ولري. دا مقررات کیدای شي د پاملرنې مرکز ته د ننوتلو او وتلو، د عامو ځایونو کارولو، د خواړو مهال ویش، حفظ الصحه، او نور موضوعات پوښښ کړي. د دې قواعدو لنډیز به تاسو ته دې مراکزو ته د ننوتلو په وخت کې درکړل شي. تاسو کولای شئ په دې اړه نور معلومات هم ترلاسه کړئ. تاسو هم کولای شي چې د مقرراتو او د ځانګړو مضامینو په اړه د خپلو ښوونکو او نورو کوچنيانو څخه چې په دې مرکز کې اوسيږي ترلاسه کړئ.

دا مهمه ده چې ټینګار وکړو چې هغه د ساتنې یا پاملرنې مرکزونه چیرته چې بې سرپرسته کوچنيان ځای پر ځای کیږي کوم چاته ته د سزا ورکولو او د خوځښت محدودولو لپاره ندي. برعکس، دا ستا په څېر د بې سرپرسته کوچنیانو لپاره ځایونه دي چېرته چې تاسو کولای شي په خوندي توګه ژوند وکړي او چیرې چې تاسو کولای شئ خپلو بنسټزیو حقونو ته لکه د استوګنې او روغتیایی پاملرنې او تعلیم ته لاسرسی ومومئ. دا مقررات د دې لپاره دي چې تاسو او ستاسو د بې سرپرسته کوچني ملګرو سره مرسته وکړي چې ګډ ژوند وکړي او دې مرکزونو کې خوندي وساتل شئ.

په ترکیه کې د بې سرپرسته کوچنیانو د کار کولو موضوع د بهرنیانو د استخدام او د ماشومانو د استخدام په اړه د ځانګړو مقرراتو تابع دی.

لومړی، د ډیرو لږو استثناوو سره سره، د ۱۵ کلنو څخه کم عمره ماشومان د ترکیې د اړوندو قوانینو سره سم د کار کولو څخه منع دي. همدارنګه، د ټولو بهرنیانو څخه تمه کیږي چې د کار جواز ترلاسه کړي ترڅو وکولای شي په قانوني توګه په ترکیه کې کار وکړي. په ترکیه کې د کار له اجازې پرته کار کول خورا خطرناک دې ځکه چې که تاسو د اجازې پرته د کار کولو پرمهال له کومې ستونزې یا سرغړونې سره مخ شئ، تاسو ممکن د پولیسو یا نورو دولتي ادارو څخه د ملاتړ او خوندیتوب غوښتنه کولو او ترلاسه کولو کې ستونزې پیدا کړئ. سربیره پردې، که تاسو د کار جواز پرته کار کوئ تاسو ممکن د مختلف بندیزونو سره مخ شئ او ددې امکان هم شته چې جریمه ورکړئ.

د ترکيې د اوسني قانون له مخې، دا د کار څښتن یا د کارګومارونکې دې چې د بهرني کارمند د کار د جواز لپاره غوښتنلیک وړاندې کوي. د کار جواز بیا د کار او ټولنیز امنیت د وزارت لخوا د کار ګمارونکي لخوا چمتو شوي معلوماتو او اسنادو د ارزونې وروسته ورکول کیږي یا رد کیږي. که تاسو غواړئ کار وکړئ تاسو باید لومړی د پاملرنې په مرکز کې د خپل سلاکار سره مشوره وکړئ، ځکه چې ستاسو احتمالي کارکوونکې یوازې ستاسو لپاره د کار جواز غوښتنلیک سپارلی شي په دې شرط چې دوی ستاسو د اوسیدو د ځای د چارواکو ددې لخوا اجازه ولري. مهرباني وکړئ په ترکیه کې د کارموندنې په اړه د نورو معلوماتو لپاره د کډوالو لپاره زموږ د معلوماتو پورټل کې د کار بازار ته د لاسرسي اضافي معلومات وګورئ.

د اداری پاملرنې لاندې د بې سرپرسته کوچنیانو لپاره دا ډېر معمول ندي چې د کار جواز ترلاسه کړي او په کوم ځای کې کار وکړي. د کار د اجازې په ترلاسه کولو کې د ستونزو تر څنګ، بې سرپرسته کوچنيان په ابتدايي توګه هڅول کیږي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او د مسلکي یا اکادمیک زده کړو د بشپړولو وروسته د کار بازار ته لاسرسې پیدا کړي. که تاسو په ترکیه کې د زده کړې حق ته د لاسرسي په اړه پوښتنې لرئ، کولای شئ د زده کړې په اړه نورې پوښتنې دلته ترلاسه کړئ یا په ترکیه کې د کډوالو لپاره زموږ د معلوماتو د پورټل تعلیم برخې څخه کتنه وکړئ.

که تاسو په مسلکي عالي لیسه کې نوم لیکنه کوئ او اجباري انٹرنشپ ستاسو د ښوونځي د نصاب برخه وي، نو دا ممکنه ده چې ستاسو د ښوونځي او ستاسو د سرپناه د ادارې تر منځ په همغږي سره خپل انٹرنشپ بشپړ کړئ.

دا ممکنه ده چې د پاملرنې مرکز ته بیرته ستانه شئ چیرته چې تاسو مخکې استوکن وئ او کوم ځای چې تاسو پرته له اجازې پریښوستې وو. تاسو باید د ماشومانو نږدې پولیس سټیشن ته لاړ شئ یا مستقیم هغه مرکز ته لاړ شئ چې تاسو پکې اوسېدئ ترڅو په مرکز کې بیا راجستر شئ. که ستاسو د بې سرپرسته کوچني والي حالت بدل شوې نه وي، پدې معنی چې که تاسو لا تر اوسه د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرئ او بې سرپرسته یاست، نو دا ممکنه ده چې یو ځل بیا د اړونده طبي معاینې وروسته د ادارې پاملرنې لاندې ونیول شي.

د اجازې پرته د پاملرنې د مرکز پرېښودل چېرته چې تاسې استوګن یاست د خطره ډک کار دې. تاسو ممکن د بدو خلکو سره مخ شئ یا ممکن په سختو شرایطو کې ژوند کولو ته اړ شئ. همدا رنګه دا ممکنه ده چې د اجازې پرته ددې مرکز پریښودل ددې لامل شي چې تاسې د خپلو حقونو لکه تعلیم، روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی، استوګنې ته لاسرسی، خواړه، جیب خرچ او نور امتیازات څخه ګټه پورته نه کړې شئ. که تاسو غواړئ خپل پخواني سرپناه ته د بیرته ستنیدو په اړه نور معلومات او مرستې ترلاسه کړئ، تاسو کولای شئ ترکیه کې د  کډوالو د حقونو ادارې پدې وقف شوي د ټلیفون شمېرې +90 549 510 52 06 سره، چې د بې سرپرسته کوچنیانو او پخوانیو ماشومانو په اړه معلومات ورکوي، په اړیکه شئ.

د کورنۍ یو ځای کیدل هغه پروسه ده چې د هغې په ترڅ کې تاسو د خپلې کورنۍ د غړو سره چې په بیلابیلو هیوادونو کې ژوند کوي بیرته یوځای ژوند وکړئ. د کورنۍ د غړو سره د بیا یوځای کیدو لپاره، د هغه هیواد چارواکي چې ستاسو د کورنۍ غړي هلته له تاسو سره یوځای ژوند وکړي باید اجازه ورکړي او ستاسو د کورنۍ هغو غړو ته د سفر ویزې ورکړي چې اوس مهال له دې هیواد څخه بهر ژوند کوي. هغه شرایط چې ستاسو د کورنۍ غړو ته د بیا یوځای کیدو اجازه ورکول کیږي او د کورنۍ د بیا یوځای کیدو لپاره کوم اسنادو ته اړتیا لیدل کیږي په بیلا بیلو هیوادونو کې توپیر لري.

په عامه توګه، هیوادونه یوازې کوژده (میړه او میرمنې) ته اجازه ورکوي چې له یو بل سره یوځاۍ شي، او بې سرپرسته کوچنيانو ته اجازه ورکوي چې د خپل مور او پلار سره یوځای شي. په ځینو هیوادونو کې، دا ممکنه ده چې بې سرپرسته کوچنيان د خپلو بې سرپرسته وروڼو یا لویانو وروڼو، یا د لومړۍ درجې خپلوانو (ترونه، تروریانې، نیاګانې او نیکونو) سره یوځای شي. د اړیکو د درجې برسیره، ستاسو د کورنۍ د غړیو یا د مقصد په هیواد کې ستاسو د کورنۍ غړو عاید او قانوني حالت هم په پام کې نیول کیږي.

د کورنۍ د بیا یوځای کیدو په اړه معلومات د مقصد هیوادونو له قونسلګریو څخه یا د غیر دولتي موسسو یا وکیلانو څخه چې د دې پروسیجرونو په اړه خبر دي ترلاسه کیدی شي. تاسو کولاۍ شئ د ترکيې د کډوالۍ د حقونو له ادارې سره هم اړیکه ونیسئ ترڅو د بې سرپرسته کوچنيانو لپاره د کورنۍ د بیا یوځای کیدو په اړه په دې شميرې +90 549 510 52 06 لا زیات معلومات ترلاسه کړئ.

په ترکیه کې زده کړه یو بنسټیز حق دی، او هرڅوک چې غواړي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي په هر عمر کې کولی شي دا کار ترسره کړي. د یو نابالغ ماشوم په توګه چې د سرپناه په ځای کې پاتې کیږي، تاسو هم کولاۍ شئ خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ. که تاسو غواړئ خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ، تاسو باید په دې اړه په مرکز کې د خپل مشاور سره خبرې اترې وکړئ.

په ترکیه کې زده کړو ته د لاسرسي لپاره دوه لارې شتون لري: لومړۍ لاره د “رسمي زده کړې” په نوم یادیږي او د نورو زده کونکو سره د ښوونځي په ټولګي کې کورسونو کې شاملیدو ته اشاره کوي. او دوهمه لاره یې د “واټن زده کړې” په نوم یادیږي، چیرته چې تاسو پخپله د آنلاین پلیټ فارم له لارې کورسونه تعقیب کوئ او وروسته اړونده ازموینې کې ګډون کوئ.

که تاسو د ۶-۱۴ کلنو تر منځ عمر لرئ، تاسو باید خپل لومړني او ثانوي ښوونځيز زده کړې په ښوونځي کې بشپړ کړئ. که تاسو ۱۵ کلن یاست، تاسو کولاۍ شئ خپل لومړني او ثانوي ښوونځيژ زده کړې یوازې د واټن زده کړې ماډل له لارې بشپړ کړئ. که تاسو ځوان یاست او لومړني او ثانوي ښوونځيز زده کړې مو بشپړ کړي وي او د ۱۴-۱۸ کلونو ترمنځ یاست، تاسو کولاۍ شئ د لیسې زده کړې په رسمي توګه یا د واټن زده کړېز ماډل له لارې بشپړ کړئ.

په ترکیه کې ستاسو د زده کړې د دوام لپاره لومړی ګام دا دی چې جوته کړئ چې تاسو په کوم ټولګي کې یاست. دا ګټوره ده چې هغه اسناد چې ستاسو د تعلیمي کچې د معلومولو په برخه کې مرسته کوي او په ځانګړې توګه د ښوونځي کوم ریکارډونه چې تاسو په دې وروستیو کې بشپړ کړي وي د پاملرنې د مرکز چارواکو ته وښایاست. که چیرته تاسو نشئ کولی خپل پخوانۍ بشپړ شوي د زده کړې اسناد چمتو کړئ د پوهنې وزارت ستاسو د ټولګي د کچې د معلومولو لپاره یوه ازموینه ترسره کوي.

په ترکیه کې د زده کړې ژبه ترکي ده. که تاسو لا تر اوسه په ترکي ژبه کې مهارت نه لرئ، تاسو ممکن د “همغږي کولو ټولګیو” په نوم ځانګړي ټولګیو ته مراجعه وکړئ، چیرې چې تاسو به لومړې د ترکي ژبې په زده کړه تمرکز وکړئ، او بیا کولاۍ شئ د ترکي ژبې د یو یا دوه سمسترونو وروسته مناسب ټولګي ته لاره پیدا کړئ.

په ترکیه کې د پوهنتون د زده کړې د ترلاسه کولو لپاره لومړنی شرط د لیسې څخه فراغت دې. که تاسو د لېسې څخه فارغ یاست او پوهنتون ته د داخلدیو نور شرایط مو پوره کړي وي، نو تاسو کولاۍ شئ په ترکیه کې د پوهنتون زده کړې ترلاسه کړئ. پوهنتون کې د داخلیدو د شرایطو څخه یو دا دی چې د بهرني زده کونکي ازموینې کې برخه واخلئ (Yabancı Öğrenci Sınavı – YÖS)  او داسې نمرې ترلاسه کړئ چې د هغه پوهنتون اړتیاوې پوره کړي چېرته چې تاسو غواړئ زړه کړې وکړئ.

په ترکیه کې د پوهنتون زده کړو ته د لاسرسي په اړه د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ په ترکیه کې د کډوالو لپاره د معلوماتو پورټل د زده کړې برخې ته مراجعه وکړئ.

که تاسو د جګړې یا د ځورونې د ویرې له امله بیرته خپل اصلي هیواد ته نه شئ تللای، تاسو کولی شئ د ترکي چارواکو سره دا موضوع شریکه کړئ چې تاسو نه غواړئ بیرته خپل هیواد ته لاړ شئ. دا پروسه په ترکیه کې د پناه غوښتنې د سپارلو په نوم یادیږي. د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د کډوالو د چارو ولایتي ریاست ته سپارل کیږي (په ترکي ژبه: İlçe Göç İdaresi Müdürlüğü).

د ترکیې حکومت په سوریه کې د تیرې لسیزې راهیسې د جګړې له امله ترکیې ته رسیدونکو د سوريې اتباعو ته “لنډمهاله خوندیتوب” (په ترکي ژبه کې: Geçici Koruma) ورکوي. له همدې امله، د سوریې اتباع په ترکیه کې د پناه غوښتنې په وخت کې د لنډمهاله خوندیتوب غوښتنه کوي. که تاسو یو سوریایي نابالغ ماشوم یاست ، نو دا به ګټوره وي چې د لنډمهاله خوندیتوب لپاره د غوښتنلیک په وخت کې خپل سوریايي د پيژندګلو اسناد وړاندې کړئ.

ترکيې کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه چې د سوریې پرته د نورو هیوادونو د وګړو له خوا وړاندې کیږي د “نړیوال خوندیتوب” (په ترکي ژبه کي: Uluslararası Koruma) بلل کیږي. د نړیوال خوندیتوب غوښتنلیک د سپارلو پرمهال، له تاسو تمه کیږي چې په تفصیل سره توضیحات ورکړئ چې ولې تاسو بیرته خپل اصلي هیواد ته نه شئ تللای. که تاسو کوم څه لرئ، نو دا به ګټور وي چې د کډوالو چارواکو سره هر هغه د پيژندګلو اسناد شریک کړئ چې تاسو یې له ځانه سره راوړي وي، او دا شرح ورکړئ چې ولې تاسو خپل اصلي هیواد ته بیرته ستنیدو څخه ویره لرئ.

که تاسو غواړئ د لنډمهاله خوندیتوب یا نړیوال خوندیتوب لپاره د راجسټریشن طرزالعملونو په اړه لا زیاته معلومات ترلاسه کړئ؛ یا د راجستریشن څخه وروسته د طرزالعملونو په اړه ځان پوه کړئ، مهرباني وکړئ په دې شميرې +90 549 510 52 06. د ترکیې د کډوالو د حقونو ادارې سره اړیکه ونیسئ.

په ترکیه کې د پناه غوښتنه، لکه څنګه چې پورته تشریح شوه، پدې معنی ده چې که تاسو د سوریې هیواد اتباع یاست نو د لنډمهاله خوندیتوب لپاره ځان راجستر کړئ او که چیرته تاسو د سوریې پرته د کوم بل هیواد اتباع یاست نو باید د نړیوال خوندیتوب لپاره ځان راجستر کړئ.

په ترکیه کې د لنډمهاله خوندیتوب یا نړیوال خوندیتوب لپاره د غوښتنلیک سپارلو وروسته، تاسو حق لرئ چې په جبري توګه بیرته خپل اصلي هیواد ته نه واستول شئ (یا ډیپورټ نه شئ). دا پداسې حال کې ده چې ستاسو غوښتنلیک ته به بیاکتنه وشي او تر هغه چې دا په پای کې رد شوی نه وي. له همدې امله، دا خورا مهمه ده که تاسو د جګړې یا ځورونې له امله بیرته کور ته د ستنیدو ویره لرئ سمدلاسه په ترکیې کې د پناه غوښتنې پروسې پیل کړئ.

په ورته ډول، که تاسو د لنډمهاله محافظت یا نړیوال محافظت لاندې نوم لیکنه وکړئ تاسو حق لرئ چې په قانوني توګه په ترکیه کې د لنډمهاله محافظت پیژندنې سند یا د نړیوال محافظت غوښتونکي سند سره پاتې شئ. پداسې حال کې چې دا اسناد لاهم اعتبار لري، تاسو کولاۍ شئ په قانوني توګه په ترکیه کې پاتې کیدو ته دوام ورکړئ.

برسېره پر دې، لنډمهاله خوندیتوب او د نړیوال خوندیتوب حالت تاسو ته ګڼو نورو حقونو ته لاسرسی درکوي:

  • د سوریې هیواد هغه اتباع چې د خپل لنډمهاله محافظت نوم لیکنه یې بشپړه کړې وي کولاۍ شي د لومړنیو حقونو څخه ګټه پورته کړي، لکه تعلیم او روغتیا پاملرنې ته وړیا لاسرسی. دوی کولاۍ شي د شته فرصتونو او لومړیتوبونو سره سم د ټولنیزو مرستو له شته فرصتونو څخه هم ګټه پورته کړي.
  • د نړیوال خوندیتوب غوښتونکي او موقف لرونکي کولاۍ شي د یو کال لپاره وړیا روغتیایی پاملرنې څخه ګټه پورته کړي، چې دا موده د دوی د نوم لیکنې د نیټې څخه پیل کیږي. دا په هغه صورت کې شوني ده که دوی د خپل روغتیا پاملرنې لپاره د پیسو ورکولو وسیله ونه لري. له وګړو څخه تمه کیږي چې د دې یو کال دورې پای ته رسیدو وروسته د یو څو استثناوو پرته خپل د روغتیايي پاملرنې لګښتونه تر خپل پوښښ لاندې راولي. په همدې توګه، وګړي کولاۍ شي د شته فرصتونو او لومړیتوبونو سره سم، د وړیا روغتیايي پاملرنې او ټولنیزو مرستو څخه ګټه پورته کړي. مشروط کډوال او د فرعي کډوالۍ دریځ لرونکي هم ممکن د دوی د وضعیت پراساس اضافي حقونو او فرصتونو ته لاسرسی ولري.

د دې حقونو ډیری برخه (د ځینو نورو سربیره) د نورو قانوني دریځونو پرځای د دوی د عمر له امله بې سرپرسته کوچنيانو ته ورکول کیږي. د دې دلیل لپاره، که تاسو یو بې سرپرسته کوچنی یاست نو تاسو کولاۍ شئ د ډیرو حقونو او خدماتو څخه ګټه پورته کړئ که چیرته دلته لیست شوي یاست او که نه یاست، حتی که تاسو د خوندیتوب د رژیم لاندې راجستر شوي هم نه یاست.

دا ممکنه ده چې د ساتنې د مرکز د پريښوستو وروسته د لنډ مهاله خوندیتوب یا نړیوال خوندیتوب لپاره د نوم ليکنې کړنلارې بشپړ کړئ. په حقیقت کې، په ځینو حالتونو کې، د کډوالو د چارو ولایتي ریاستونه ممکن غوښتنه وکړي چې ستاسو د نوم لیکنې کړنلارې او د وضعیت ټاکلو مرکه ستاسو د ۱۸ کلنۍ څخه وروسته بشپړه شي، ځکه چې د ماشوم په توګه، تاسو ته دا ممکن ستونزمنه وي چې خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو ویره په سمه توګه څرګنده کړئ.

که تاسو یو پخوانی کوچنی یاست (که تاسو په دې وروستیو کې ۱۸ کلن شوي یاست) او د جګړې او ځورونې د ویرې له امله بیرته خپل اصلي هیواد ته نه شئ تللای او په پایله کې غواړئ د لنډمهاله خوندیتوب یا نړیوال خوندیتوب غوښتنه وکړئ، دا خورا اړینه ده چې تاسو ژر تر ژره دا کار ترسره کړئ. دا ځکه چې په ترکیه کې د خوندیتوب لپاره د غوښتنلیک پروسه په ترکیه کې ستاسو پاتې کیدو ته قانوني بڼه ورکوي. په بل عبارت، په ترکیه کې د ساتنې د مرکز څخه د وتلو وروسته او ستاسو د نوم ليکنې د بشپړولو دمخه کوم وخت چې تاسو ژوند کوي تاسو په ترکیه کې په غیر منظم ډول د پاتې کیدو د خطر سره مخ کوي.

که تاسو یو نابالغه یاست او په دې نيږدې وخت کې ۱۸ کلن کيږئ او په داسې یو حالت کې د ساتنې مرکز پریږدئ، تاسو باید د هغه کړنلارو په اړه ځان باخیره کړئ چې تاسو یې د ۱۸ کلنۍ په اړه خبرتیا ته اړتیا لرئ؛ په ځانګړې توګه، ستاسو د ژوند په اړه د اداری پاملرنې د مرکز د پریښودلو وروسته او هغه حقونه او مکلفیتونه چې تاسو یې د پخواني کوچني په توګه ترلاسه کوئ. تاسو کولاۍ شئ د اداري پاملرنې د مرکز د پریښودو وروسته د ژوند په اړه نور معلومات لاندې ومومئ.

 

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر د میاشتې ۱۰ نیټې څخه په ترکیه کې د پناه غوښتونکو وګړو د راجسټریشن او د وضعیت ټاکلو کړنلارې پای ته ورسولې. که چېرته تاسو د سوریې د هیواد تبع یاست او غواړئ چې په ترکیه کې د نړیوال خوندیتوب غوښتنه وکړئ، تاسو باید د پناه غوښتنې په موخه په هغه ولایت کې د کډوالو د چارو ولایتي ریاست ته مراجعه وکړئ.

دا خورا مهم دی چې د ۱۸ کلنۍ وروسته د ژوند په اړه ځان با خبره کړئ په ځانګړې توګه ستاسو د ۱۸ کلنۍ کلیزې پورې، کله چې له تاسو تمه کیږي چې د د کوچنیانو د ساتنې د مراکزو څخه ووځي. تاسو کولی شئ د دې موضوع په اړه نور معلومات په لومړني توګه د خپل سلاکار سره په هغه مرکز کې چې تاسو اوسیږئ ترلاسه کړئ. تاسو کولاۍ شئ د بې سرپرسته کوچنيانو لپاره د سلا مشورې په موخه په دې شمېرې په اړیه شئ +90 549 510 52 06.

د ۱۸ کلنۍ وروسته د ژوند په اړه یو له خورا عاجل او اړینو موضوعاتو څخه ستاسو د استوګنې یا د کور موضوع ده. په ترکیه کې له بالغ پناه غوښتونکو او مهاجرو څخه تمه کیږي چې د دوی د استوګنې اړتیاوې په پام کې ونیسي. د یو پخواني کوچني په توګه چې د پالنې له مرکز څخه وزي، له تاسو دا تمه کیږي چې هغه ځاۍ کې یو کور یا اپارتمان په کرایه ونیسئ چیرته چې تاسو دمخه نوم لیکنه کړي وي یا چیرته چې تاسو وکولاۍ شئ د لنډمهاله خوندیتوب یا نړیوال خوندیتوب لپاره نوم لیکنه وکړئ. که تاسو تر اوسه د لنډمهاله خوندیتوب یا نړیوال خوندیتوب لپاره نوم لیکنه نه ده کړې، تاسو کولی شئ په هغه ځای کې چې تاسو اوسیږئ د خپل مشاور څخه او ستاسو په ښار کې د مهاجرت د مدیریت ولایتي ریاست څخه د نوم لیکنې یا راجسټریشن د بشپړولو لپاره معلومات ترلاسه کړئ. لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، په ترکیه کې ستاسو د قانوني پاتې کیدو او ستاسو حقونو او خدماتو ته د لاسرسي لپاره د لنډمهاله خوندیتوب یا نړیوال خوندیتوب راجسټریشن یا نوم لیکنې بشپړول یو مخکینی شرط دې.

یو کور په کرایه نیول، فرنیچر اخیستل او د ساتنې د مرکز د پریښودو وروسته د کور د مختلف لګښتونه پوره کول خورا ګران کار دې. له دې کبله، پخواني کوچنيان چې په ورته وخت کې یو د ساتنې مرکز پریږدي ډیری وختونه غوره کوي چې ی کور په شریکه توګه کرایه کړي او خپل لګښتونه په مشترک ډول پوره کړي. د پخوانیو کوچنیانو لپاره چې د ساتنې مرکز پریږدي د نغدي مرستې فرصتونه شتون لري، په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې په ترکیه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي. مهرباني وکړئ د اوسني فرصتونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره د ترکیې د کډوالو د حقونو د ادارې سره اړیکه ونیسئ.

د یو پخواني کوچني په توګه، له تاسو څخه تمه کیږي چې د ساتنې د مرکز له پريښودو وروسته د ټولو رسمي کړنلارو ګرمتیا په غاړه واخلي چې پر تاسو او ستاسو پر شخصي ژوند اغیزه لري،. پر دې بنسټ، تاسو باید خپل ټول اداري مکلفیتونه باید پخپله تعقیب کړئ، لکه د کډوالو چارو د ولایتي ریاست سره د خپل د نوم ليکنې بشپړول، په هغه ښار کې ژوند کول چېرته چې ستاسو نوم لیکنه شوې ده، او په منظمه توګه د لاسلیک د دندې لپاره راپور ورکول که تاسو وغوښتل شي. تاسو باید تعلیم او روغتیايي پاملرنې ته د لاسرسي په اړه موضوعاتو ته رسیدګي وکړئ. تاسو کولاۍ شئ د کډوالو او پناه غوښتنې پروسیجرونو او همدارنګه په ترکیه کې نورو حقونو ته د لاسرسي په اړه د معلوماتو او مشورې لپاره تل د ترکیې د کډوالو د حقونو د ادارې سره اړیکه ونیسئ.

ترکیه کې د کډوالو د حقونو اداره یا (RRT) یوه غیر دولتي موسسه ده چې مرکز یې په استانبول کې دی.  دا اداره له دولتي او ملګرو ملتونو د ادارو څخه خپلواکه ده. دا اداره په ترکیه کې د پناه غوښتنې د کړنلارو په اړه د عمر او تابعیت په پام کې نیولو پرته د بهرنیانو لپاره وړیا معلومات، مشورې او ملاتړ چمتو کوي. په دې اساس، RRT  د نوم لیکنې په اړه معلومات، مشورې، او ملاتړ وړاندې کوي او د لنډمهاله خوندیتوب او نړیوال خوندیتوب لپاره د کړنلارو، او همدارنګه د اخراج، اداري توقیف او نورو حقونو ته د لاسرسي په اړه معلومات ورکوي.

ترکیه کې د کډوالو د حقونو اداره ټول هغه معلومات او اسناد چې د ګټه اخیستونکو لخوا شریک شوي وی په کلکه محرم ساتي. د ګټه اخیستونکو لخوا شریک شوي معلومات او اسناد دریم شخص یا نورو بنسټونو سره د ګټې اخیستونکو د هر اړخيزه رضایت او اعتراف پرته نه شریکيږي.

ترکیه کې د کډوالو د حقونو اداره د نابالغو او هغه ماشومان چې اوس مهال بلوغت ته رسیدلي دي لپاره اضافي خدمتونه وړاندې کوي. که تاسو یو نابالغ یا پخوانی کوچنی یاست، تاسو کولاۍ شئ د RRT  سره د +90 549 510 52 06 په شمیرې د سهار له ۱۰ بجو څخه د ماښام تر ۵ بجو پورې اړيکه ونیسئ.  تاسو کولاۍ شئ په ترکي، انګلیسي، فرانسوي او عربي ژبو په دې شمیره اړیکه برقراره کړئ.

 د بې سرپرسته کوچنيانو سره د بې سرپرسته کوچنيانو په توګه د دوی د پیژندنې او په مناسبو ځاینو کې ځای پرځای کولو په برخه کې مرسته او ملتیا کوي. RRT سربیره پردې د بې سرپرسته کوچنیانو سره د دوی د کورنۍ د بیا یوځای کیدو د غوښتنې به برخه کې ملاتړ کوي چیرته چې د دوی د کورنۍ غړي په دریم هیوادونو کې ژوند کوي. که تاسو یو نابالغ یا پخوانی کوچنی یاست، تاسو کولی شئ د RRT سره د خپل د ثبت د کړنلارو او همدارنګه په ترکیه کې ستاسو حقونو ته د لاسرسي په اړه د لا زیاتو معلوماتو په موخه په اړیکه شئ.

موږ ستاسو د آنلاین تجربې ښه کولو کې د مرستې لپاره کوکیز کاروو. زموږ د ویب پاڼې په کارولو سره، تاسو له دې سره موافق یاست. د نورو زده کولو لپاره زموږ د کارولو شرایط او د محرمیت پالیسي ولولئ