په ترکیه کې د کډوالو لپاره د واده او طلاق په اړه معلومات

په ترکیه کې د واده لپاره قانوني اړتیاوې

په عموم کې، په ترکیه کې واده باید د نارینه او ښځینه ترمنځ وي چې دواړه مجرد (ناواده) وي, یو بل سره په بشپړه توګه موافق وي، او  18 کلن یا د پورته عمر لرونکی وي (که څه هم استثناوې پلي کیدی شي).

هغه شیان چې تاسو باید د خپل واده ثبتولو په اړه پرې پوه شئ

تاسو باید د ښاروالۍ د ودونو څانګې ته عریضه وکړئ چېرته چې تاسو یا ستاسو زلمی (نامزاد) چنغله (نامزاده) راجستر شوی وي.

تاسو باید د نفوسو او احوالو د ثبت ریاست (Nüfus ve Vatandaşlık İşleri Müdürlüğü) ته خبرتیا ورکړئ او د پناه غوښتنې مدیریت ولایتي ریاست (‎İl Göç İdaresi Müdürlüğü) ته هم په 20 کاري ورځو کې ستاسو په مدني حالت کې د هر ډول بدلون په اړه خبرتیا ورکړئ.

په عموم کې، که ستاسو واده په رسمي توګه ستاسو په اصلي هیواد کې پیژندل شوی وي، دا به په ترکیه کې هم وپیژندل شي او د اعتبار وړ به وي.


هغه شیان چې تاسو باید د طلاق ترلاسه کولو په اړه پرې پوه شئ

تاسو کولی شئ د طلاق غوښتنه وکړئ حتی که ستاسو واده ستاسو په اصلي هیواد کې شوی وي.

طلاق د محکمې طرزالعمل او د محکمې قضاوت ته اړتیا لري ترڅو حتمي شي.

یوازې قاضي قانوني واک لري چې د طلاق وروسته د ماشوم د ساتنې په اړه پریکړه وکړي.

تاسو باید د ستاسو په مدني حالت کې د هر ډول بدلونونو په اړه د نفوسو او احوالو د ثبت ریاست ته (Nüfus ve Vatandaşlık İşleri Müdürlüğü) خبرتیا ورکړئ.

تاسو باید د نفوسو او احوالو د ثبت ریاست ته خبرتیا ورکړئ (Nüfus ve Vatandaşlık İşleri Müdürlüğü) او د پناه غوښتنې مدیریت ولایتي ریاست ته (د ‏‎İl Göç İdaresi Müdürlüğü) هم په 20 کاري ورځو کې ستاسو په مدني حالت کې د هر ډول بدلون په اړه خبرتیا ورکړئ.

تاسو کولی شئ د طلاق او توقیف پروسې لپاره ستاسو په ولایت کې د وکیلانو اتحادیې د حقوقي مرستې خدماتو څخه مرسته ترلاسه کړئ.

د نړیوال خوندیتوب غوښتونکي، د نړیوال خوندیتوب موقف لرونکي او د لنډمهاله خوندیتابه لاندې اشخاص حق لري چې په ترکیه کې واده وکړي که چېرې دوی د کډوالۍ مدیریت عمومي ریاست سره خپل ځان ثبتول بشپړ کړی وي. واده او نور ټول اړوند اجراأت د ترکیې د مدني قانون او د نورو پلي شوو قوانینو تابع دي

رسمي یا مدني واده د واده یو ډول دی چې باید د قانون سره سم د قانوني ټاکل شوي چارواکو لخوا ترسره شي. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې که څه هم په ترکیه کې د مذهبي یا دودیز واده مراسمو ته اجازه ورکول کیږي، دوی په قانوني توګه منع ندي.

په ترکیه کې، د واده مراسم په آزاده او بشپړ رضایت لرونکي نارینه او ښځینه تر منځ ترسره کیدی شي. هغه کسان چې غواړي واده وکړي باید د واده کولو په وخت کې مجرد وي. په ترکیه کې د واده قانوني عمر 18 کاله دی. هغه کسان چې 17 کلن شوي دي کولی شي واده وکړي کله چې د مور او پلار رضایت یا د دوی قانوني سرپرست لخوا تایید وي؛ په استثنایي شرایطو کې، هغه کسان چې 16 کلن وي د محکمې لخوا د واده کولو اجازه ورکول کیدی شي.

سربېره پردې، هغه کسان چې غواړي واده وکړي باید “قانوني وړتیا” ولري. د ترکيې د مدني قانون له مخې، هغه کسان “قانوني وړتیا” نه لري که چېرې دوی د بالغ عمر ته نه وي رسیدلی یا د فکر کولو وړتیا نلري (د بیلګې په توګه د عقلي عمل کولو او د حق او ناحق توپیر کولو وړتیا) د رواني ناروغۍ په پایله کې، د ذهني کمزورتیا په توګه، نېشه یا نورو ورته لاملونو.

په دې تړاو، دا مهمه ده چې ټینګار وکړو چې رواني ناروغۍ په خپل ځان کې د واده په وړاندې خنډ نه جوړوي. په بل عبارت، د واده مخنیوی د رواني ناروغۍ لپاره، دا باید د پام وړ د پوهېدو اغیزه وکړي. په دې توګه، هغه کسان چې د رواني ناروغۍ سره مبارزه کوي هم د رسمي روغتیا راپور په ترلاسه کولو سره د واده کولو حق لري کوم چې دا څرګنده وي دا روغتیایي خنډ نه دی.

د ترکیې د قانون له مخې نږدې خپلوان د واده په وړاندې یو بل خنډ دی. د کورنۍ د نږدې غړو ترمنځ واده، د ځینو نږدې خپلوانو تر منځ ( ترورګانې او ترونه/ماماګان نشي کولی له خپلو خوریینو یا ورېرونو سره واده وکړي، یا پخوانۍ میرمنې نشي کولی د یو بل له مور او پلار یا ماشومانو سره واده وکړي) او د پالونکي او پالنشوي شخص (او د یو بل د پخوانیو میړه یا ماشومانو) ترمنځ ټول منع دي.

هغه کسان چې غواړي په ترکیه کې واده وکړي باید په ولایت کې د ښاروالۍ لاندې د ودونو څانګو ته درخواست وکړي چېرې چې یو څوک د واده کولو غوښتونکی وي. دواړه کسان باید د غوښتنلیک په وخت کې حاضر وي.

تر ټولو خوندي لاره دا ده چې د واده څانګې ته ورشئ او د اړینو اسنادو بشپړ لېست وغواړئ. په هرصورت، تاسو به عموما ځینې اړین اسناد چې عبارت دي له: د واده عریضه، د هویت اسناد، روغتیایی راپورونه، د پاسپورټ اندازه انځورونه، او مجرد خط، وړاندې کړئ. که چېرې تاسو یو رسمي سند ولرئ چې ستاسو د اصلي هېواد چارواکو لخوا صادر شوی وي او ستاسو مدني حالت ښیې، اړینه ده چې دا سند هم وړاندې کړئ.

 په هرصورت، هغه کسان چې دا ډول اسناد نلري کولی شي د کډوالۍ مدیریت ولایتي ریاست ته عریضه وکړي او مجرد خط ترلاسه کړي.

مهرباني وکړئ دا هم اطمیناني کړئ چې تاسو د غوښتنلیک په وخت کې د کډوالۍ مدیریت عمومي ریاست لخوا صادر شوی رسمي د پېژندنې سند ولرئ.

لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، یوازې مدني واده د قانون سره سم ترسره کیږي او په قانوني توګه ټاکل شوي چارواکو لخوا په ترکیه کې اعتبار لري.

هو، ستاسو مدني حیثیت چې تاسو په خپل اصلي هېواد کې ترلاسه کړی په ترکیه کې اعتبار لري. په عموم کې، که چېرې ستاسو واده په رسمي توګه ستاسو په اصلي هېواد کې پیژندل شوی وي، دا به په ترکیه کې هم وپیژندل شي او د اعتبار وړ به وي.

ستاسو په مدني حالت کې ټول بدلونونه باید په 20 کاري ورځو کې دننه د نفوسو او احوالو د ثبت ریاست او د کډوالۍ مدیریت ولایتي ریاست ادارې ته خبر ورکړل شي.

ستاسو د پېژندنې په سند کې د ننوتلو ټولو تېروتنو لپاره، تاسو باید د کډوالۍ مدیریت ولایتي ریاست ته عریضه وکړئ. که چېرې تاسو د خپل مدني حالت د ثابتولو لپاره سند لرئ، نو مهرباني وکړئ دا سند هم د غوښتنلیک په وخت کې وړاندې کړئ.

د زیږون د راجستریشن لپاره، تاسو باید د نفوسو او احوالو د ثبت ریاست ته د زیږون څخه وروسته په وروستیو 30 ورځو کې درخواست وکړئ. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې په واده کې د زیږون او له واده څخه بهر زیږون ترمنځ هیڅ توپیر شتون نلري، او دا به په ماشوم یا مور او پلار باندې هیڅ ناوړه اغیزه ونلري.

که چېرې زیږون په یوه روغتیایی اداره کې شوی وي، د دې ادارې مسؤلین کولی شي اړونده چارواکو ته د زیږون خبر ورکړي. اما دا بیاهم اړینه ده چې ډاډ ترلاسه کړئ چې خبرتیا په سمه توګه چمتو شوې. په هرصورت، که چېرې زیږون په بل ترتیب کې شوی وي، تاسو کولی شئ د خپل شفاهي بیان پراساس هم خبرتیا ورکړئ. په داسې قضیو کې، چارواکي حق لري چې ستاسو د بیان تصدیق کولو لپاره پلتنې پیل کړي. سربېره پردې، دا اړینه ده چې خپل نوی زیږیدلی ماشوم د کډوالۍ مدیریت ولایتي ریاست سره راجستر کړئ.

په ترکیه کې، د واده منحل یوازې د محکمې لخوا پرېکړه کیدی شي. که چېرې تاسو غواړئ د طلاق لپاره دوسیه جوړه کړۍ، نو تاسو باید اړونده محکمې ته مراجعه وکړئ او د طلاق عریضه وړاندې کړئ. په دې کړنلاره کې د وکیل د مرستې څخه ګټه اخیستل خورا اړین کیدی شي. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ که چېرې تاسو غواړئ له وکیل څخه قانوني مرسته یا مشوره ترلاسه کړئ، نو تاسو به د وکیل فیس تادیه کولو ته اړتیا ولرئ او سربېره پردې تاسو به د محکمې احتمالي فیس ورکولو ته اړتیا هم ولرئ.

په هرصورت، که تاسو نشئ کولی د وکیل فیس تادیه کړئ، تاسو کولی شئ په هغه ولایت کې د وکیلانو اتحادیې ته مراجعه وکړئ چېرته چې تاسو راجستر شوی یاست او د قانوني مرستې غوښتنه وکړئ. د بار ټولنه د وکیلانو مسلکي عامه اداره ده. د وکیلانود هرې ټولنې لاندې، د حقوقي مرستې بیورو شتون لري ترڅو هغو کسانو ته وړیا حقوقي مرستې او د مرستې خدمات وړاندې کړي چې نشي کولی د وکیل او محکمې فیسونه برداشت کړي. ټول هغه کسان چې د نړیوال خوندیتوب په لټه کې دي، او هغه کسان چې د نړیوال محافظت حیثیت لري، او هغه کسان چې د لنډمهاله خوندیتوب لاندې دي او همدارنګه بې هېواده وګړي په ترکیه کې د حقوقي مرستو د ادارې له خدماتو څخه د ګټې اخیستنې حق لري. په هرصورت، تاسو اړتیا لرئ چې یو غوښتنلیک جوړ کړئ ترڅو ستاسو د غوښتنې توضیح کولو او/یا ثبوت  کولو کې ډیری اسناد چمتو کړي. د تفصيلي معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ په هغه ولايت کې د وکیلانو محلي اتحاديې سره تماس ونيسئ چېرته چې تاسو راجستر شوي ياست.

هو، تاسو کولی شئ په ترکیه کې د طلاق غوښتنه وکړئ حتی که تاسو په خپل اصلي هېواد کې واده کړی وي. په هرصورت، مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د طلاق طرزالعمل به د ترکیې د قانون تابع وي.

تاسو  بیا هم کولی شئ د مېړه/ښځې په نه شتون کې د طلاق لپاره دوسیه جوړه کړئ؛ په هرصورت، د عمومي قاعدې په توګه، دا د دواړو خواوو لپاره اړینه ده چې د طلاق په بهیر کې برخه واخلي. له همدې امله ستاسو د مېړه/ښځې نه شتون به د طلاق په پروسه کې د ځنډ لامل شي.

څرنګه چې دا ستاسو په مدني حالت کې هم بدلون دی، لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، نو تاسو باید د دې بدلون په اړه د نفوسو او احوالو د ثبت ریاست او د کډوالۍ د مدیریت ولایتي ریاست ته په 20 کاري ورځو کې دننه خبر ورکړئ.

اشخاص کولای شي له طلاق وروسته بیا واده وکړي. په هرصورت، د هغو مېرمنو لپاره د 300-ورځو اجباري انتظار موده شتون لري چې واده یې د کوم دلیل له امله مات شوی وي، که څه هم دا د انتظار موده په هغه صورت کې نه پلي کیږي که چېرې یوه ښځه د روغتیایي راپور په وړاندې کولو سره دا وښيي چې حامله نه ده. د نارینه وو لپاره د دې ډول انتظار موده شتون نلري.

موږ ستاسو د آنلاین تجربې ښه کولو کې د مرستې لپاره کوکیز کاروو. زموږ د ویب پاڼې په کارولو سره، تاسو له دې سره موافق یاست. د نورو زده کولو لپاره زموږ د کارولو شرایط او د محرمیت پالیسي ولولئ