په اړه پاڼه

د دې وب سایټ په اړه

دا وېب پاڼه د کډوالو د پیوستون شبکې (RSN) اود ترکیې د کډوالو د حقونو ادارې (RRT) لخوا رامینځته شوې او ساتل کیږي ترڅو د هغو کسانو لپاره دقیق او تازه قانوني معلومات وړاندې کړي چې په ترکیه کې د پناه غوښتونکي یي او د هغو کسانو لپاره چې غواړي د تطبیق وړ حقونو، طرزالعملونو او مکلفیتونو په اړه پوه شي. په دې وېب پاڼه کې ټول معلوماتي مواد د RRT لخوا د RSN سره د پروژې ملګرتیا په چوکاټ کې چمتو شوي دي.

 

دا وېب پاڼه د سوریې او همدارنګه د نورو هیوادونو څخه د کډوالو لپاره د قانوني معلوماتو پراخه لړۍ وړاندې کوي. وېب پاڼه یوازې د معلوماتي موخو لپاره جوړه شوې ده. هغه کډوال او پناه غوښتونکي چې د قانوني ستونزو په اړه د لا مشورې او مرستې په لټه کې دي کولی شي د کډوالو لپاره د RRT د مرستې مېز (څانګې) سره اړیکه ونیسي.

د کډوالو د پیوستون شبکه (Refugee Solidarity Network, RSN) په متحده ایالاتو کې میشته غیر انتفاعي موسسه ده چې هڅه کوي د هغو خلکو حقونه خوندي کړي چې له خپلو کورونو څخه ایستل شوي او هغه ټولنې پیاوړې کړي چیرې چې دوی خوندیتوب ترلاسه کول غواړي. د مدافع وکیلانو او سیمه ایزو شریکانو سره په ملګرتیا کې، RSN د متحده ایالاتو څخه بهر د کډوالو کوربه هیوادونو کې ظرفیت ته وده ورکوي او د بشري حقونو د ساتنې لپاره قانوني چوکاټونو ته پرمختګ ورکوي. RSN په دې باور دی چې د اجباري کډوالۍ  پیچلتیا یو تغیر خوړونکی، ګډ ځواب ته اړتیا لري چې په دوامداره د حل لارې په ترلاسه کولو باندې تمرکز کوي.

www.refugeesolidaritynetwork.org

په ترکیه کې د کډوالو د حقونو (Refugee Rights Turkey) یا RRT په استانبول کې میشته یوه خپلواکه غیر دولتي موسسه ده چې په ترکیه کې مهاجرینو، پناه غوښتونکو او نورو زیانمنونکو مهاجرینو ته ځانګړې حقوقي مشورې او مرستې وړاندې کوي. RRT د حقوقي حوالې مواد هم وړاندې کوي، وکیلانو ته او د غیر دولتي موسسو حقوقي متخصصینو ته د نورو تخصصي ملاتړنې خدمتونه، او د مدافعې وکیلانو ته د ترکیې په قوانینو او پالیسیو کې چې د نړیوالو او اروپایی معیارونو سره سم د کډوالو او اغېزمن شوی پناه غوښتونکو په اړه د اصلاحاتو راوستلو لپاره روزنه ورکوي .

www.mhd.org.tr

په ترکیه کې د پناه غوښتنې شرایط
ترکیه اوس مهال د خپل ګاونډي له سوریې څخه د 3.6 میلیونو ګډوالو کوربه توب کوي او د اټګل له مخې شاوخوا 300,000 نور کډوال د نورو تابع الاصله هېوادونو څخه پشمول د افغانستان، عراق او ایران د پناه غوښتنې لري. دا هېواد د پام وړ غیر منظم د کډوالۍ  بهیر سره هم معامله کوي چې په عمده توګه ترکیه د اروپایي اتحادیې لور ته لیږدوي. په ترکیه کې د مهاجرت او پناه غوښتنې طرزالعملونه د کډوالۍ مدیریت عمومي ریاست (DGMM) لخوا د بهرنیانو او نړیوال خوندی تابه قانون (LFIP) پر بنسټ اداره کیږي، کوم چې په 2014 کې پلي شوی.

 

پداسې حال کې چې د سوریې کډوال د ترکیې د لنډ مهاله خوندیتابه پالیسۍ تابع دي، د نورو هیوادونو څخه د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د LFIP لخوا د رامینځته شوی  نړیوال خوندی تابه طرزالعمل په چوکاټ کې پروسس کیږي. که څه هم دواړه طرزالعملونه د یو څه مختلف معیارونو او طرزالعملونو لخوا اداره کیږي، DGMM د ترکیې دولتي اداره ده چې په ترکیه کې د ټولو پناه غوښتونکو د ثبت او ټاکلو مسولیت لري. دا وېب پاڼه اړونده مفصل معلومات او په دې توګه د سوریې د کډوالو او د نورو هیوادونو څخه د پناه غوښتونکو لپاره لارښوونې وړاندې کوي چې په دواړو طرزالعملونو کې پلي کیږي،

د RSN-RRT د همکارۍ ډیالوګ
د 2015 راهیسې، RSN او RRT د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د RRT د قانوني خدماتو پراخولو او پیاوړتیا او د ظرفیت لوړولو یو جامع پروګرام رامینځته کولو لپاره په نږدې ملګرتیا کې کار کوي چې په ترکیه کې وکیلانو او نورو مسلکیانو ته د کډوالو په قانون او تګلاه کې تخصص او تجربه وړاندې کوي. په ترکیه کې د پناه غوښتونکو او کډوالو لپاره د قانوني نمایندګۍ د شتون او کیفیت د پیاوړتیا لپاره د RRT هڅې هم د دولت لخوا د قانوني مرستې سکیم (Adli Yardim) ملاتړ شامل دي چې د وکیلانو اتحادیې لخوا اداره کیږي.

 

پداسې حال کې چې په ترکیه کې د کډوالو قانوني ساتنه او د قانوني مرستې خدماتو پراختیا د RSN-RRT چوکاټ سمدستي تمرکز دی، دواړه سازمانونه په ګډه کار کوي ترڅو د حقونو پر بنسټ چلندونو پراختیا او په نورو هیوادونو کې د ظرفیت لوړولو لپاره ورته هڅو کې مرسته وکړي.په ځانګړې توګه په نړیوال سویل کې د پرتلې وړ هیوادونه یا د ورته لویې پیمانې کډوال لرونکي چې کوربه توب یې کوي یا په بل ډول د کډوالۍ پیچلي بهیرونو سره معامله کوي.

موږ ستاسو د آنلاین تجربې ښه کولو کې د مرستې لپاره کوکیز کاروو. زموږ د ویب پاڼې په کارولو سره، تاسو له دې سره موافق یاست. د نورو زده کولو لپاره زموږ د کارولو شرایط او د محرمیت پالیسي ولولئ