قانوني مرسته د ملاتړ یوه بڼه ده چې د حق څخه د سرغړونې په ځواب کې د حق د کارولو یا قانوني اقدام کولو لپاره چمتو کیږي. حقوقي مرسته د هر ډول زیانونو یا تاوانونو د بیرته ترلاسه کولو په معنی هم ده چې ممکن د دې سرغړونې په پایله کې پیښ شوي وي.

د عمومي قاعدې په توګه، په ترکیه کې د وکیلانو لخوا حقوقي مرستې او سلا مشورې ورکول کیدای شي. قانون حقوقي ټولنو ته هم اجازه ورکوي چې ستاسو حقونو ته د لاسرسي په برخه کې له تاسو سره مرسته وکړي. برسېره پر دې، مدني ټولنې هم کولای شي ستاسو حقونو ته د لاسرسي په ‍ټکني کولو کې تاسو ته معلومات او ملاتړ چمتو کړي.

یو وکیل یا څارنوال یو جواز لرونکی وګړې دې چې د قانون د پلي کولو واک لري. په ترکیه کې د وکیل په توګه د د دندې ترسره کولو لپاره، یو وګړې باید د حقوقو د ښوونځي څخه فارغ وي، د قانون لازمي انټرنشپ یې بشپړ کړې وي، د کار جواز ولري، او د د وکیلانو د ‍ټولنې سره راجستر وي.

هغه کسان چې دا معیارونه نه نشي پوره کولای نه شي کولای په ترکیه کې قانون پلي کړي او په قانوني توګه د وکیل په توګه د کار کولو څخه منع دي. په همدې ډول په ترکیه کې بهرنیان د د یو وکیل په توګه د دندې ترسره کولو څخه منع دي. په دې توګه، په خپل اصلي هیواد کې د اړینو وړتوبونو یا قابلیتونو سره سره، یو بهرني تبع اجازه نلري چې په ترکیه کې د وکیل په توګه دنده ترسره کړي.

په ترکیه کې هر هغه څوک چې د وکیل په صفت د کار کولو په توګه منل کیږي ورته د جواز ځانګړې شمیره ورکول کیږي. دا شمیره او همدارنګه نومونه او تخلصونه هم د وکیلانو د ‍ټولنو په ډیټابیس کې ثبتیږي. دا ډیټابیس د عامو خلکو لپاره خلاص دی او هر څوک کولای شي د ترکیې د وکیلانو د ‍ټولنې رسمي ویب پاڼي ته لاسرسې یا ددې ټولنې اړندو وکیلانو له لارې حقوقي مرستې ترلاسه کړي. له همدې امله تاسو کولای شئ په ساده ډول د نوم او تخلص یا جوازد شمیرې په داخلولو سره یو وکیل ولټوئ او د هغه قانوني حالت تصدیق کړئ.

د وکیلانو ټولنه په یوه ځانګړي ولایت یا سیمه کې د وکیلانو مسلکي اتحادیه ده. د وکیلانو اتحادیې په اصل کې د حقوقي مسلک د تنظیم او د قانون د حاکمیت د ساتلو مسئولیت لري.

یوه قضیه، په پراخه معنی کې، د محکمو په وړاندې د قانوني حق د لاسته راوړنې تمرین دې. په بل عبارت، “قضیه” د هغه قانوني عمل لپاره اصطلاح ده چې د حق د شتون یا د محکمې په وړاندې د شخړې د وروستي حل لپاره پیل کیږي.

په دې توګه، د فعالیت لپاره د یوې قضیې ثبتول، یا د محکمې څخه غوښتنه کول چې د حق یا قانوني اړیکو شتون یا نه شتون اعلان وکړي، یا د ځانګړي حق یا قانوني اړیکو د رامینځته کولو، تعدیل یا تحلیل غوښتنه وکړي، دا ټول د “قضېې” د اصطلاح لاندې راځي.

په ورته ډول، د محکمې پر وړاندې یا د اداري اعمالو یا کړنو په وړاندې د یوې قضیې ثبتول، یا د هغه اعمالو په اړه قضایي اجراآت چې د جنایی جرم په توګه تعریف شوي وی هم د “قضیې” په نام یادیږي.

د شکایت په ثبتولو کې تر ټولو مهمه اړتیا د قانوني اقدام د ترسره کولو لپاره د ظرفیت شتون دې. دا اړتیا د عمل کولو د ظرفیت سره نږدې تړاو لري. د ترکیې د قانون له مخې هر هغه څوک چې د عمل کولو وړتیا ولري د قانوني اقدام د ترسره کولو وړتیا د درلودو قابل هم ګڼل کیږي.

هغه خلک چې د بلوغت عمر ته نه وي رسیدلي یا هم هغه خلک چې د رواني ناروغۍ، د ذهني کمزوری، روږدتیا یا د نورو ورته دلیلونو په پایله کې د ناپوهي په ستونزو اختی وي (د مثال په توګه سم او ناسم ترمن‍‍ځ توپیر ونشي کړای)  د “قانوني ظرفیت” نه درلودونکي بلل کیږي. برسېره پردې، د ترکیې د قانون له مخې، د محکمې په حکم د عمل کولو ظرفیت محدود کیدای شي. په ورته ډول، هغه لویان یا بالغان چې د ۱ کال یا له دې څخه هم د زیاتې مودې په جزا محکوم شوي دي د عمل کولو د وړتیا د محدودیت سره مخ دي.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د یوې قاعدې په توګه، هغه کسان چې “حقوقي ظرفیت” نلري د هغوی “د قانوني اقدام د ترسره کولو ظرفیت” یوازې د قانوني استازو لخوا ترسره کیږي. د ترکیې د قانون له مخې، د “قانوني استازو” اصطلاح د کوچنیانو لپاره مور یا پلار یا دواړه مور او پلار او د نورو نابالغه کوچنیانو لپاره  چې قانوني وړتیا نلري د قانوني سرپرست په معنی ګڼل کیږي.

هره قانوني شخړه یا موضوع د وکیل ګډون ته اړتیا نلري. د ځانګړو مثالونو په استثناء (لکه د ځینو جنایی موضوعاتو لپاره لازمي مدافع وکیل)، هر هغه څوک چې د دعوا کولو وړتیا لري کولای شي شکایت یا ادعا په شخصي توګه ثبت کړي او خپله قضیه یا دعوه محکمو یا عامه ادارو ته وړاندې کړي. په دې توګه، د محدودو استثناوو سربیره، په ترکیه کې د وکیل استخدام کول کوم جبري کار نه دی.

یو وکیل کولای شي تاسو سره د ټولو قانوني مسلو او شخړو په حل کې مرسته وکړي. په دې توګه، یو وکیل کولای شي قانوني سلا مشوره چمتو کړي، یا که د وکالت په استازیتوب کې ذکر شوي وي ، ستاسو په استازیتوب یوه باصلاحیته محکمې ته دعوه یا حقوقي قضیه وړاندې کړي، او یا هم د قانوني پروسې په اوږدو کې ستاسو استازیتوب وکړي. برسېره پردې، د ‍ځینو هغه کړنلارو په استثنا سره چې تاسو کولای شئ په قانوني توګه پخپله اقدام وکړئ، یو وکیل هم کولای شي هر ډول طرزالعمل پر مخ بوزي او ستاسو په استازیتوب رسمي ادارو ته حاضر شي. په پائ کې ، یو وکیل کولای شي د اړخونو ترمینځ د یو منځګړي یا پخلاین ګر په توګه هم دنده ترسره کړي.

تاسو کولای شئ د وکیل دفتر یا قانوني ادارو ته د مراجعه کولو له لارې یو وکیل ته لاسرسی ومومئ. یا لکه څرنګه چې لاندې یادونه وشوه، تاسو کولای شئ د حقوقي مرستې د ک‍‍څوړې له لارې د وکیل لپاره د وکیلانو ‍ټولنې ته هم مراجعه وکړئ.

هرڅوک چې غواړي وکیل استخدام کړي باید د هغه وکیل سره تړون لاسلیک کړي. د دې ډول تړونو لپاره رسمي اړتیا نشته. په دې توګه، دا په شفاهي یا لیکلو په پایل کې رامینځته کیدای شي. په هرصورت، چیرته چې ممکنه وي، دا به د دواړو خواوو لپاره ډیر ګټور وي چې قرارداد په لیکلي بڼه پای ته ورسوي.

د عمومي قاعدې په توګه، تاسو باید خپل وکیل ته ستاسو د حقوقي استازیتوب واک ورکړئ. دا به ستاسو وکیل ته دا واک ورکړي چې ستاسو په استازیتوب حقوقی کړنې ترسره کړي. دا به د دواړو خواوو لپاره ډیر ګټور وي چې د حقوقي استازيتوب سند د دواړو خواوو له خوا لاسلیک او تصدیق شي.

وکیلان په قانوني توګه د قانوني مشورې د ورکولو په ګډون د ټولو قانوني خدماتو د ترسره کولو لپاره د فیس د ترلاسه کولو مستحق دي. په ترکیه کې، د ترکیې د وکیلانو ټولنه هر کال د “د وکالت د فیس لږ تر لږه کچه” خپروي. دا نرخونه ثابت دي او وکیلانو ته اجازه نشته چې د فیسونو په دې مشخصې اندازې کې مشخص شوي نرخونو څخه ټیټ نرخونه ومني.

په دې توګه، د وکیل فیس ممکن هغه نرخ وي چې پدې مشخص شوي کچه کې ښودل شوي وي یا اړخونه ممکن د ادعا یا وروستي قضاوت د ارزښت ۲۵٪ اندازې باندې موافقه وکړي. له همدې امله دا ممکنه ده چې د تړون د آزادۍ لاندې د وکیل فیس باندې بحث او خبرې اترې وشي په دې شرط چې وروستۍ موافقه شوې اندازه د هغه ځانګړي خدمت یا کار لپاره په پیمانه کې ښودل شوي نرخ څخه ټیټه نه وي.

دا ستاسو مسؤلیت دی چې د قضیې د لګښتونه په ګډون د غوښتنلیک فیس، د سندونو د تصدیق او نورو حقوقی مراحلو لپاره کارل شوې فیس، او چیرې چې اړتیا وي، د متخصص یا شاهد فیسونه تادیه کړئ. برسېره پردې، که چیرې په تړون کې موافقه شوې وي، تاسو ممکن د خپل وکیل د سفر لګښتونو ورکولو ته هم اړتیا ولرئ. په پای کې، مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د قضیې لګښتونه او د مقابل لوري د وکیلانو فیسونه چې تاسو ورسره په شخړه کې یاست هم باید د بایلونکي اړخ لخوا ورکړل شي.

د تركيې د قانون له مخې، هغه كسان چې نه شي كولاى د وکیل او اړوندې محكمې فيسونه په فرد يا كورنۍ باندې د پام وړ مالي فشار اچولو پرته ورکړي، كولاى شي په تركيه كې د “عادلي يارديم” تر نامه لاندې د دولت له خوا تمويل شوي وړيا حقوقي مرستې پروګرام څخه ګټه پورته كړي. په دې توګه، هغه کسان چې دا معیارونه پوره کوي ممکن د حقوقي مرستې د کڅوړې څخه ګټه پورته کړي.

په ترکیه کې حقوقي مرستې د وکیلانو د ‍ټولنې لخوا وړاندې کیږي. له همدې امله تاسو کولای شئ د و کیلانو په ټولنه کې د قانوني مرستې خدماتو ته د لاسري په موخه مراجعه وکړئ.

د بهرنیانو او نړیوال خوندیتوب قانون او همدا رنګه داسې نور پلي شوي قانونونه د نړیوال خوندیتوب غوښتونکو او نورو زیانمنو ک‍ډوالو لپاره د دولت لخوا تمویل شوي قانوني مرستې د کڅوړې تر نامه لاندې د وړیا قانوني مرستې څخه د ګټې اخیستنې حق باندې ټینګار کوي.

د حقوقي مرستې کڅوړه په بنس‍ټیز توګه د غوښتنې پراساس ترلاسه کیدای شي. تاسو باید په شخصی توګه د حقوقی مرستو خدمت ته مراجعه وکړئ. په هرصورت، په ترکیه کې د وکیلانو ځینې ټولنې ممکن د حقوقي مرستې تر کڅوړې لاندې وکیلان د کورنۍ غړو یا مدني ټولنې سازمانونو لخوا د خبرداری یا راجع کولو پر بنسټ وټاکي.

د انتقال یا شړنې په مرکز یا د توقیف کوم بل ځای کې اوسیدل حقوقي مرستې کڅوړې ته ستاسو د لاسرسي مخه نه نیسي. په داسې قضیو کې، تاسو اړتیا لرئ چې په هغه سیمه کې د وکیلانو اتحادیې ته ورشئ چیرته چې تاسو توقیف شوي یاست او د قانوني مرستې غوښتنه وکړئ. تاسو دا حق هم لرئ چې حقوقي مرستې ته د لاسرسی په موخه د ساتنې د مرکز چارواکو ته غوښتنلیک یا عریضه وړاندې کړئ. لکه څرنګه چې پورته یادونه وشوه، په ترکیه کې د وکیلانو ځینې ‍‍ټولنې ممکن د حقوقي مرستې تر کڅوړې لاندې وکیلان د کورنۍ غړو یا مدني ټولنې سازمانونو لخوا د خبرداری یا راجع کولو پر بنسټ وټاکي. مهرباني وکړئ په یاد وساتئ چې د وکیلانو ټولنه به ستاسو د وضعیت او همدا رنګه ستاسو د ستونزو په اړه څیړنه وکړي او پریکړه به وکړي چې آیا دوی به تاسو ته وړیا حقوقي مرستې وړاندې کړای شي که نه.

د حقوقي مرستې کڅوړه ټول هغه لږښتونه پوښي چې د شخصي او کورنۍ قانون (لکه واده، طلاق، کورني تاوتریخوالی، توقیف او سرپرستي)، نور مدني او د کارموندنې قانون، د اداري کړنو په وړاندې قانوني اقدامات، او د انفلاسیون او ورشکستګی قانون په اړوند وي.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې هغه مسلې چې د بهرنيانو او نړیوال خوندیتوب د قانون او د لنډمهاله خوندیتوب د مقرراتو تر نامه لاندې تنظیم شوي دې هم د حقوقي مرستې د کڅوړې په چوکاټ کې راځي. پدې کې کیدای شي د نړیوال خوندیتوب غوښتنلیکونه، د شړنې حکمونه، اداري توقیف، یا د استوګنې د اجازې په اړه د پریکړو په وړاندې د استیناف غوښتنې شامل وي.

د وکیلانو ځینې ټولنې ممکن د حقوقي مرستې تر کڅوړې لاندې قانوني سلامشورې هم چمتو کړي.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې که تاسو دمخه وکیل لرئ، نو تاسو نه شئ کولای د قانوني مرستې د کڅوړې څخه ګټه پورته کړئ.

د وکیلانو ټولنه به په پیل کې ستاسو د مالي حالت په اړه ارزونه ترسره کړي. په دې توګه، تاسو اړتیا لرئ چې مستند شواهد لکه رسمي سندونه یا د مختار لخوا صادر شوی د غربت سندوړاندې کړئ. د وکیلانو ټولنه به دا هم وڅیړي چې آیا داسې دلیلونه شتون لري چې په معقول ډول د یوې بریالۍ پایلې په نظر کې د نیولو سره د قانوني مرستې غوښتنه کیږي. د دې ارزونو پر بنسټ، د وکیلانو ټولنه کولای شي د قانوني مرستې ورکولو پریکړه وکړي.

د حقوقي مرستې کڅوړه په اصل کې د وکیل فیسونه پوښي. سربیره پردې، ستاسو د وکیل د سفر ځینې لګښتونه هم د قانوني مرستې د کڅوړې تر نامه لاندې پوښل کیدای شي. د قضیې د لګښتونو لپاره (لکه د غوښتنلیک فیس او د محکمې نور مصارف) ستاسو وکیل کولای شي له محکمې څخه د جلا قانوني مرستې غوښتنه وکړي. محکمه د حقوقي مرستو په وړاندې کولو کې پراخه صلاحیت لري.

د منابعو د محدودیتونو له امله، د حقوقي مرستو ‍‍ډیرې دفترونه دایمي او/یا نیمه وخت ژباړونکي نه لري. له همدې امله موږ تاسو ته وړاندیز کوو چې ډاډ ترلاسه کړئ ترڅو یو د ترکي ژبې ژباړونکې وکولای شي ستاسو د غوښتنلیک پرمهال ستاسو سره مرسته وکړي.

سربیره پردې، د ژباړې د ملاتړ مرستندویه شمیره شتون لري چې د ۲۰۱۸ کال راهیسې د ترکیې د وکیلانو د ‍ټولنو او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنری (UNHCR) په ملاتړ کړنې ترسره کوي. وکیلان کولای شي د حقوقي مرستې غوښتنلیکونو او د مراجعینو مرکو لپاره د ژباړې د ملاتړ شمیره وکاروي. د ژباړې د ملاتړ همکاره شمیره په عربي، فارسي، فرانسوي او دري ژبو خدمتونه وړاندې کوي او تاسې کولای شي د ۰۳۱۲۲۹۲۵۹۵۹ شمېرې له لارې اړیکه نیولې شئ.

که تاسو د مادي ګټې د ترلاسه کولو په موخه د قانوني مرستې د کڅوړې څخه د ګټې اخیستنې په لټه کې یاست (لکه د پور راټولول) یا که تاسو ته مادي ګټه درکړل شي (لکه د پیسو جبران)، تاسو به د دې مادي ارزښت ۵ فیصده تادیه کولو ته اړ شئ. همدارنګه تاسو به دې ته هم اړ یاست چې د وکیلانو ‍ټولنې ته د ګمارل شوي وکیل فیس ورکړئ.

که چیرته یو وګړې په عمدي ډول غلط بیان ورکړي یا د قانوني مرستې د ک‍څوړې څخه د ګټې اخیستنې لپاره د خپل مالي وضعیت په اړه غلط معلومات ورکړي او یا هم که دا په ‍ډاګه شي چې هغه ادعا چې د قانوني مرستې د غوښتنې لپاره شوې ده بې بنس‍ټه ده، باید د ټاکل شوي وکیل فیس او د قانوني مرستې لخوا پوښل شوي نور لګښتونه په دوه چنده توګه ورکړي او د هغه ټولې حقوقي مرستې به لغوه شي.

که تاسو باندې دا شک دې چې کوم جرم مو ترسره کړې وي، تاسو کولای شئ په هر پړاو کې د قانوني مرستې څخه ګټه پورته کړئ خو په دې شرط چې تاسو د مالي اړخه ناتوانه یاست او د مخه کوم وکیل نه لرئ. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ تاسو حق لرئ چې د خپلې قانوني مرستې د لاسته راوړنې په موخه د پولیسو یا جنډرمیري چارواکو یا هم د عامه څارنوالۍ دفتر یا محکمه او حتی د لوړو محکمو له چارواکو سره اړیکه ونیسئ.

ستاسو د غوښتنې سره سم، چارواکي باید ستاسو په ولایت کې د وکیلانو د ‍‍ټولنې سره اړیکه ونیسي او د د وکیلانو ‍ټولنه به تاسو ته وړیا مدافع وکیل و‍ټاکي. که څه هم دا د قانوني مرستې د لاسته راړنط یوه بڼه هم ده، دا کار به د جزا د اجراآتود قانون تر لاندې ترسره شي.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ که چې یو وړیا د ضرورت وړ مدافع وکیل به په اوتومات ډول وګمارل شي که چیرته شکمن یا تورن کس د ۱۸ کلونو څخه کم عمر ولري، دومره معلولیت ولري چې ونشي کولای خپله دفاع وکړي، کاڼه وي یا د اوریدو په ستونزي اخته وي او یا هم کله چې تورونه د ۵ کلونو پورې احتمالي سزا ولري. خو دا په دې شرط دې چې قرباني دمخه کوم بل وکیل ونه لري.

تاسو کولای شئ د قانوني مرستې غوښتنه هم وکړئ که چېرته تاسو د جنسي تیري یا زورزیاتي قرباني یا شکایت کوونکی یاست یا هم د بل کوم داسې جرم قرباني یاست چې د ۵ کلونو یا د ډیر بند سزا لري.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې هغه قربانیان چې د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لري یا دومره معلولیت لري چې هغوئ نشي کولای د خپل ځان څخه دفاع وکړي، کاڼه وي یا د اوریدو په ستونزي اختی وي، هغوی ته به په اتوما‍تیک ‍‍‍‍‍ډول وړیا حقوقي مرستې ورکړل شي. دا هغه وخت کې شوني ده چې قرباني لا دمخه یو وکیل نه وي ساتلی.

د تركيې د جزايي اجراآتو د قانون له مخې، د تحقيقاتو په لومړني پړاو او د قضایاو د اورېدو پر مهال تاسو ته د ژباړونکي مرسته په وړیا توګه درکول کیږي. همدا رنګه، شاهدانو ته هم د ‍پلټنې په لومړني مرحله کې د ژباړې وړیا مرسته ورکول کیږي.

د شخصي یا خصوصي وکیل، مدافع وکیل یا د حقوقي مرستې تر نامه لاندې ټاکل شوي وکیل دندې او مسولیتونه تل یو بل ته ورته دي. په بل عبارت، پدې برخه کې د تادیه شوي وکیل او ټاکل شوي وکیل ترمنځ هیڅ توپیر نشته.

ستاسو د وکیل مهمه دنده دا ده چې خپل خدمتونه په پاملرنې، ځيرتیا او پوره صداقت سره ترسره کړي. ستاسو د وکیل په دندو او مسؤلیتونو کې د مراجعینو د معلوماتو محرم یا پ‍ټ ساتل، د اسنادو او فایلونو ساتل، د قانوني مقرراتو سره سم د ټاکل شوي دندې تر بشپړیدو پورې خپلې کړنې ترسره کول، د ګټو د ټکر څخه مخنیوی کول، د معلوماتو کره او سم توضیحات  ورکول او ستاسو د حق څخه په سمه توګه دفاع کول دي.

ستاسو وکیل ممکن د یو لړ احتمالي پایلو په اړه خپل حقوقي نظر هم تاسو سره شریک کړي. په هرصورت، وکیلان د ژمنې کولو یا د کومې مشخصې پایلې د تضمین کولو څخه منع دي.

په ترکیه کې د وکیلانو په ځینو ټولنو او محکمو کې د اشارو د ژبې ژباړونکي شتون لري. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې تاسو هم حق لرئ چې د لومړني پل‍‍تنې په مرحله کې یا د قضیې د اوریدنې په وخت کې د اشارې په ژبه کې د ژباړونکي مرستې څخه ګټه پورته کړئ.

همدا رنګه، تاسو کولای شئ د مدني ټولنې له سازمانونو څخه هم مرسته وغواړئ چې د معلولیت لرونکو وګړو د حقونو په برخه کې د وینا، لید او د معلولیت د نورو ډولونو لپاره د مرستې کولو په موخه دنده ترسره کوي.

لکه څرنګه چې پورته یادونه وشوه، د قانون عملي کول او په محکمو کې د یو وګړي استازیتوب یوازې د جواز لرونکي وکیلانو پوره تړاو لري. په هرصورت، د بهرنیانو او نړیوال خوندیتوب قانون او همدارنګه نور د تطبیق وړ قوانین دا ‍ټینګار کوي چې تاسو وکولای شئ د قانوني استازي، یا د مدني ټولنو لخوا معلوماتو یا ملاتړ ته لاسرسی پیدا کړئ. دا وکړي یا سازمانونه کولای شي د قانوني مرستې سیسټم ته ستاسو د لاسرسي ډاډ ترلاسه کولو په برخه کې هم مرسته وکړي.

موږ ستاسو د آنلاین تجربې ښه کولو کې د مرستې لپاره کوکیز کاروو. زموږ د ویب پاڼې په کارولو سره، تاسو له دې سره موافق یاست. د نورو زده کولو لپاره زموږ د کارولو شرایط او د محرمیت پالیسي ولولئ