په ترکیه کې د کډوالو لپاره روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسي په اړه عمومي معلومات


عمومي روغتیایی بیمه (Genel Sağlık Sigortası)

  • د نړیوال خوندیتوب غوښتونکو او موقف لرونکو عامه روغتیایي  پاملرنې ته وړیا لاسرسی، د عمومي روغتیایی بیمې لږښتونو د تادیې پورې تړاو لري.
  • ستاسو د نړیوال خوندیتوب د غوښتنلیک د تسلیمولو څخه وروسته د عمومي روغتیایی بیمې پریمیم لګښتونه د یو کال د مودې لپاره د کډوالو د چارو د ریاست لخوا پوښل کیږي.
  • هغه کسان چې ځانګړي اړتیاوې لري او هغه کسان چې د هغوی د بیمې د ثبت کولو دوام مناسب ګڼل کیږي ممکن د پریمیم لګښتونو لپاره دوامداره مرستې ترلاسه کړي. مهرباني وکړئ د بشپړ معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره ستاسو د نوم لیکنې ولایت کې د ک‍ډوالو د چارو ولایتي ریاست سره سلا مشوره وکړئ.

د ترکیې په هیواد کې د عامې روغتیا خدمتونه

د کډوالو روغتیایی مرکزونه، د کورنۍ او عامې روغتیا مرکزونه، د ښاروالۍ پولی کلینکونه، د مور او ماشوم روغتیایی مرکزونه او د نری رنځ درملتونونه د روغتیا پاملرنې لومړني بنسټونه دي.

تاسو اړتیا نلرئ د لومړني کچې روغتیایی پاملرنې موسسو ته د لیدو لپاره دمخه د ملاقات وخت وټاکئ.

عامه روغتونونه، د څیړنې روغتونونو پرته، د ثانوي روغتیایی د پاملرنې موسسې دي.

تاسو کولای شئ د روغتون سره د  ملاقات وختونه د ۱۸۲ شمیرې سره په اړیکې نیولو یا په آنلاین توګه لاسته راوړئ.

د څیړنې او روزنې روغتونونه او د پوهنتون روغتونونه دریم طبي بنسټونه بلل کیږي.

تاسو ممکن په داسې روغتونونو کې د بیړنیو حالتونو پرته وړیا خدمتونه ترلاسه نکړئ.او یا هم که تاسو د عامه روغتون څخه معرفي شوي یاست ممکن په داسې روغتونونو کې وړیا خدمتونه ترلاسه نکړئ.


د نړیوال خوندیتوب غوښتونکي او د نړیوال خوندیتوب ګټه اخیستونکي چې د هیڅ طبي بیمې پوښښ نلري او څوک چې د روغتیایی بیمې اخیستلو یا د روغتیایی پاملرنې خدمتونو لپاره د پیسو د ورکولو لپاره مالي وسیلې په لاس کې نه لري کولای شي د یو کال مودې لپاره د دوی د نړیوال غوښتنلیک د مودې له پایله د عامه ادارو لخوا چمتو شوي وړیا روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسي حق پیدا کړي. هغه کسان چې ځانګړي اړتیاوې لري او هغه کسان چې دهغوی د بیمې د نوم ليکنې دوام د وزارت لخوا مناسب ګڼل کیږي ورباندې د یو کال محدودیت نه لاګو کیږي.

پرته له کوم محدودیت څخه وړیا روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسي لپاره ، تاسو اړتیا لرئ خپل د نړیوال خوندیتوب د غوښتنې پيژندپاڼه یا د نړیوال خوندیتوب د ګټه اخیستنې پیژندپاڼه ولرئ چې د کډوالو چارو ولایتي ریاست لخوا صادر شوی وي. دا هغه سندونه دي کوم چې ستاسو د بهرني د هویت پیژندې کارت شمیره لري چې د “۹۹” شمیرې سره پیل کیږي. د یوې قاعدې په توګه، د نړیوال خوندیتوب غوښتونکي او ګټه اخیستونکي یوازې په هغه ولایت کې وړیا روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی لرلې شي چیرته چې دوی نوم ليکنه کړي وي.

که تاسو نشئ کولای په خپل ثبت شوي ښار کې روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی ومومئ سره له دې چې تاسو د خپل هویت سند لرئ چې د کډوالو چارو د ولایتي ریاست لخوا صادر شوی دې، تاسو کولای شئ د کډوالو چارو ولایتي ریاست سره اړیکه ونیسئ او د روغتیایی پاملرنې ته د لاسرسي څرنګوالي په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

که تاسو نور وړیا روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی نلرئ ځکه چې ستاسو د نړیوال خوندیتوب د غوښتنلیک څخه یو کال څخه ډیر وخت تیر شوی دې او تاسو باور لرئ چې تاسو ځانګړي اړتیاوې لرئ یا د اوږدمهاله روغتیایی ستونزې سره مخ یاست چې درملنې او تعقیب ته اړتیا لري، تاسو کولای شئ خپلو طبي راپورونو سره یوځای چې د عامه روغتونونو یا نورو عامه روغتیا ادارو لخوا صادر شوي وي د کډوالو چارو ولایتي ریاست ته ددې مودې د غزولو لپاره خپل غوښتنلیک وسپارئ.

که تاسو تراوسه نوم لیکنه نه ده کړې، تاسو کولای شئ یوازې په لومړنیو روغتیایی ادارو کې د ساري ناروغیو لپاره بیړني روغتیایی خدمتونو او نورو روغتیایی چارو ته لاسرسی ومومئ. روغتیایی پاملرنې خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې د هرډول محدودیتونو څخه د مخنیوي لپاره، موږ په کلکه ټینګار کوو چې خپل د نړیوال خوندیتوب غوښتنلیک په مناسب فرصت سره بشپړ کړئ.

هغه کسان چې د استوګنې اجازه یې ترلاسه کړي وي ورڅخه تمه کیږي چې د روغتیایی خدمتونو لګښت چې دوی یې په خپلو وسیلو ترلاسه کوي په خپلو پیسو یې پوښښ وکړي.

د استوګنې د جواز د ترلاسه کولو لپاره یو له مهمو اړتیاو څخه د روغتیایی بیمې د پالیسي شتون دې چې د استوګنې د جواز د مودې لپاره اعتبار لري. په دې توګه، هغه کسان چې د استوګنې جواز لري اړ دي چې د اړتیا په صورت کې په دې روغتیایی بیمه تکیه وکړي. له همدې امله د هغو کسانو لپاره چې د استوګنې جواز لري امکان نلري چې د نړیوال خوندیتوب غوښتونکو یا ګټه اخیستونکو لپاره  کوم چې د وړیا روغتیایی خدمتونو کڅوړې تیارې شوي ورڅخه ګټه پورته کړي.

د پیژندنې یو سند چې د بهرني ID شمیره لري چې د “۹۹” شمیرې سره پیل کیږي د نړیوال خوندیتوب غوښتونکو او ګټه اخیستونکو ته صادریږي. که تاسو هیڅ کوم طبي بیمې پوښښ نه لرئ او تاسو مالي وسیله هم نلرئ، دا د پیژندنې سند تاسو ته اجازه درکوي چې د خپل نړیوال خوندیتوب غوښتنلیک څخه وروسته د یو کال مودې لپاره په عامه روغتیایی ادارو کې وړیا روغتیایی خدماتو ته لاسرسی ومومئ.

د لومړني تشخیص، درملنې او بیارغونې خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره تاسو کولای شئ د لومړني روغتیایی پاملرنې موسسو څخه لیدنه وکړئ. روغتیایی مرکزونه، د میندو او ماشومانو د پاملرنې او د کورنۍ پلان جوړونې مرکزونه، او د نري رنځ درملتونونه د لومړني روغتیا پاملرنې موسسو په توګه خدمتونه وړاندې کوي. په ځینو ولایتونو کې د “کډوالو روغتیایی مرکزونه” هم شتون لري، چې د لومړنیو روغتیایی خدمتونو د وړاندې کوونکو په توګه دندې ترسره کوي. دا ټول مرکزونه د ساري ناروغیو لپاره لومړني معاینات او واکسین کول، د لویانو، کوچنیانو او تنکیو ځوانانو لپاره ځانګړي خدمتونه، او همدارنګه د میندو او زیږون روغتیایی خدمتونه وړاندې کوي.

تاسو کولای شئ نیغ په نیغه ثانوي یا دریمګړې روغتیایی موسسو ته هم مراجعه وکړئ. دولتي روغتونونه ثانوي روغتیایی بنسټونه ګڼل کیږي، پداسې حال کې چې د پوهنتون روغتونونه او د څیړنې او پوهنې روغتونونه د دریمې درجې روغتیایی بنسټونه ګڼل کیږي.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د بیړنیو حالتونو پرته، تاسو ممکن د پوهنتون په روغتونونو یا د پوهنې او څېړنې په روغتونونو کې پرته له دې چې له ورایه د چا له خوا معرفی شوی نه یاست وړیا خدمتونو ته لاسرسی نشئ درلودی. د پوهنتون څیړنیز روغتونونو او خصوصي روغتیایی موسسو ته مراجعه کول د بیړني او جدي پاملرنې خدمتونو پورې محدود دي، په بیله بیا د سوځیدنې ټپونو او د سرطان درملنې له لپاره.

که ستاسو د نړیوال خوندیتوب غوښتنلیک رد شوی وي یا ستاسو غوښتنلیک په ښکاره ډول بیرته اخیستل شوی ي او یا هم د منلو وړ نه وي ګڼل شوی، تاسو ممکن نور وړیا روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی پیدا نه کړای شئ. که تاسو په دې اند یاست چې تاسو ځانګړي طبي اړتیاوې لرئ یا د اوږدمهالې روغتیایی ستونزې سره لاس او ګریوان یاست چې منظمې درملنې او تعقیب ته اړتیا لري، تاسو کولای شئ د خپلو طبي راپورونو سره چې د دولتي روغتونونو یا نورو عامه روغتیایی موسسو لخوا صادر شوې وي د کډوالو چارو ولایتي ریاست ته عریضه وکړئ. چارواکي ممکن له تاسو څخه وغواړي چې خپل  اړتیاوو او غوښتنو په اړه وضات ورکړئ. د بیاکتنې وروسته، ستاسو د غوښتنې په اړه به پریکړه وشي او تاسو ته به د هغې مطابق خبر درکړل شي.

د روغتیایی خدمتونو لږښت هغه مهال پوښل کیږي که چیرته دوی د روغتیایی پلي کولو د لارښود په چوکاټ کې شتون ولري. که څه هم د روغتیایی خدمتونو ساحه خورا پراخه ده، د روغتیایی ستونزو لپاره چې د روغتیایی پلي کولو د لارښوونو په چوکاټ کې نه راځي یا په هغه کې د ټاکل شوي حد څخه زیات وي، تاسو ممکن اضافي تادیه کولو ته اړتیا ولرئ.

تاسو اړتیا نلرئ چې په لومړني روغتیایی مرکزونو کې چمتو شوي روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسي لپاره د ملاقات وخت ولرئ. خو، په روغتونونو کې چمتو شوي روغتیایی خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره، تاسو اړتیا لرئ چې د ملاقات د وخت غوښتنه وکړئ. تاسو کولای شئ د ملاقات د وخت غوښتنه د ۱۸۲ شمیرې سره په اړیکې  نیولو سره وکړئ. په هرصورت، اوس مهال د ۱۸۲ کال په مرکز کې د ژباړې مرستې شتون نلري. نو ځکه دا مهمه ده چې دې شمیرې سره د زنګ وهلو پر مهال تاسو د ترکي ژبي ژباړونکي د مرستې څخه برخمن اوسئ.

ستاسو د ملاقات د نیټې پر مهال، تاسو باید د خپل ډاکټر سره د لیدلو دمخه د بارکوډ شمیره ترلاسه کړئ. دا هم اړینه ده کله چې تاسو روغتون ته ورځئ خپل د نړیوال خودندیتوب دغوښتې پيژندپاڼه یا د نړیوال خوندیتوب د ګټه اخیستنې پيژندپاڼه له ځانه سره ولرئ.

تاسو کولای شئ د ثانوي روغتیایی پاملرنې موسسو څخه د مرکزي ډاکټرانو د ګمارنې سیسټم (mhrs.gov.tr) له لارې چې د روغتیا د وزارت پورې تړاو لري خپل د ملاقات وخت وټاکئ. تاسو کولای شئ دې سیسټم ته د خپل e-Devlet پټنوم یا پاسورډ له لارې ور ننوځئ. د  mhrs.gov.tr ویب پاڼه په عربي، انګلیسي او روسي ژبو خپرونې لري.

د روغتیا وزارت بل غوښتنلیک د ای-نبیز په نامه (https://enabiz.gov.tr) دې. تاسو کولای شئ دا غوښتنلیک د خپل e-Devlet پاسورډ او پیژندنې د شمیرې له لارې هم داخل شئ؛ که څه هم غوښتنلیک یوازې د ترکي او انګلیسي ژبې انتخاب لري. د درملنې او پایلو راپورونه له دې غوښتنلیک څخه د لاسرسي وړ دي او تاسو کولای شئ په اسانۍ سره د اپلیکیشن له لارې د مرکزي ډاکټر د ملاقات د وخت سیسټم ته ننوځئ.

هغه کسان چې د نړیوال خوندیتوب لپاره یې غوښتنه کړي وي پداسې حال کې چې دوی د خپل غوښتنلیک پایلې ته انتظار باسي ورڅخه تمه کیږي چې په خپل ټاکل شوي ولایت کې چې د “سپوږمکۍ ښار” په نوم یادیږي واوسیږي. دا ګمارل شوی ولایت، یا “سپوږمکۍ ښار” د نړیوال خوندیتوب غوښتونکو په پيژندپاڼې کې ښودل شوې دې. د نړیوال خوندیتوب ګټه اخیستونکي ممکن په ټاکل شوي ولایت کې د اوسیدو مکلفیت هم ولري. د یوې قاعدې په توګه، د نړیوال خوندیتوب غوښتونکي او ګټه اخیستونکي کولای شي یوازې په ټاکل شوي ولایت کې، چیرته چې دوی خپل نوم لیکنه بشپړه کړې ده، حقونو او خدمتونو ته لاسرسی ولري.

خو، که چیرته ددې امکان شتون ونلري چې په یو ځانګړي ولایت کې مناسبه درملنه ترلاسه کړئ، تاسو ممکن بل ولایت ته  د روغتیا پاملرنې چمتو کوونکي د اختیار سره سم ولیږول شئ. په دې حالت کې، تاسو اړتیا لرئ چې د خپل نوم لیکنې په ښار کې د کډوالو چارو ولایتي دفتر ته د نوم لیکنې فارم سره یو ځای اړیکه ونیسئ چې تاسو یې له روغتون څخه ترلاسه کړي وي او هغه ولایت ته د سفر کولو د اجازې غوښتنه وکړئ چیرته چې تاسو ورته روغتون ته مراجعه شوي یاست.

 تاسو کولای شئ د بیړنیو طبي شرایطو لپاره پرته له کوم جغرافیایي محدودیت څخه پرته روغتیایی خدمتونه ته لاسرسی ولرئ.

که تاسو بیړنی روغتیایی حالت ولرئ، تاسو باید سمدستي د ۱۱۲ بیړني شمیرې سره اړیکه ونیسئ او تاسو ته د درکړل شوي معلوماتو او لارښوونو سره سم عمل وکړئ. د ۱۱۲ د بیړنیو اړیکو شمیره، چې تاسو کولای شئ د ناروغۍ یا ټپي کیدو په صورت کې چې بیړني طبي مرستې ته اړتیا لري او یا هم د ژوند ګواښونکي حالاتو کې، زنګ ووهئ. دا د اړیکې شمیره به تاسو د بهرنیانو د ارتباطي مرکز د ۱۵۷ کرښې سره په اړیکه کړي که چېرته تاسو د ژباړونکي مرستې ته اړتیا ولرئ. د بهرنیانو د مخابراتو مرکز (YIMER)، چې د کډوالو چارو تر ریاست لاندې کړنې ترسره کوي، په ترکي، انګلیسي، عربي، فارسي، روسي او الماني ژبو کې خدمات وړاندې کوي. د بیړني حالت په صورت کې، دا اداره کولای شي د ۱۱۲ بیړني شمیرې د لارښوونې سره د ژباړې ملاتړ چمتو کړي.

که تاسو د ثانوي یا دریمې درجې روغتیایی ادارې ته لکه د پوهنتون څیړنیز روغتون یا په ورته ولایت کې یو خصوصي روغتون ته معرفي شوي یاست، مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې تاسو اړتیا لرئ د راجع کولو د اعتبار په موده کې دننه دې ادارې ته مراجعه وکړئ.

د بهر ناروغانو د خدمتونو لپاره، د راجع کولو اعتبار پنځه کاري ورځې ګڼل کیږي. د هغو کسانو لپاره چې اوږدمهاله ناروغۍ لري یا د هغو کسانو لپاره چې د کنټرول سند لري د راجع کولو د اعتبار موده دېرش ورځې دي. تاسو باید د خپل راجع کولو فورمې سره یوځای ادارې ته مراجعه وکړئ. که تاسو د اعتبار موده له لاسه ورکړئ، نو تاسو باید د نوي راجع کوونکو په لټه کې شئ.

که تاسو په بل ولایت کې روغتون ته لیږل کیږئ، تاسو باید لومړی د کډاوال چارو ولایتي ریاست ته مراجعه وکړئ او د سفر د جواز غوښتنه وکړئ.

که څه هم په ځینو روغتیايي موسسو کې ژباړونکي شتون لري چې د ژباړنې خدمتونه وړاندې کوي (په عمده توګه په عربي او فارسي او یو څه په نورو ژبو کې)، له بده مرغه دا خدمت خورا محدود دې. د کډوالو د روغتیایی پاملرنې په مرکزونو کې، کوم چې د روغتیایی پاملرنې لومړني تاسیسات هم ګڼل کيږي، د ژپاړې چارې د هغه ادارې تر ظرفیت پورې اړه لري.

د بیړنیو اړیکو مرکز چې تاسو کولای شئ د ۱۱۲ د شمیرې له لارې د بیړني حالت په صورت کې د طبي مرستې د غوښتنې لپاره اړیکه ونیسئ تاسو به د بهرنيانو د اړیکو مرکز ته معرفي کړي که چېرته تاسو د ژباړن د مرستې غوښتونکي یاست. د بهرنیانو لپاره د اړیکو مرکز د زنګ وهلو مرکز دی چې د کډوالو چارو د ریاست لخوا تاسیس شوی او په ترکي، انګلیسي، عربي، فارسي، روسي او جرمني ژبو فعالیت ترسره کوي. یوازې په بیړنیو حالتونو کې، د ۱۱۲ بیړني تلیفون مرکز څخه راجع کولو سره، د بهرنیانو لپاره د اړیکو مرکز به د ژباړنې خدمتونه چمتو کړي.

د مدني ټولنې سازمانونه چې په ترکیه کې د کډوالو او بی ځایه شوو سره مرسته کوي ممکن د دوی د سرچینو او ظرفیت پر بنسټ روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسي لپاره د ژباړې خدمتونه هم وړاندې کړي. تاسو کولای شئ په خپل ښار کې د مدني ټولنې سازمانونو سره اړیکه ونیسئ ترڅو د دوی د ژباړې د خدمتونو په اړه لا زیات معلومات ترلاسه کړئ.

د روغتیا وزارت د تلیفون مرکز چې تاسو کولای شئ د ۱۸۴ تلیفون شمیرې له لارې اړیکه ونیسئ د ژباړې خدمتونه هم وړاندې کوي. دا تلیفونی مرکز د روغتیایی پاملرنې خدمتونو ته د لاسرسي د څرنګوالي په اړه عمومي معلومات چمتو کوي. تاسو کولای شئ د روغتیایی پاملرنې خدمتونو په اړه خپلې اندیښنې یا شکایتونه چې تاسو د دې تلیفون مرکز له لارې ترلاسه کړي وي، شریک کړئ.

موږ غواړو په دې هم ټینګار وکړو چې د ۱۸۲ د تلیفون مرکزونه چې تاسو ورته اړتیا لرئ د عامه روغتونونو لپاره د ملاقات لپاره زنګ ووهئ د ژباړې خدمتونه نشي چمتو کولې. له همدې امله، دا مهمه ده چې د دې شمیرې د زنګ وهلو په وخت کې د ترکي ژبي ژباړونکي مرسته له ځانه سره ولرئ.

تاسو کولای شئ وړیا درملو ته لاسرسی ومومئ چې د ډاکټرانو لخوا وړاندیز شوي وي او د ټولنیز امنیت د ادارې لخوا چمتو شوي عمومي روغتیا د بیمې لخوا پوښښ شوي وي. په ځینو ولایتونو کې، تاسو اړتیا لرئ چې د ناروغ د ونډې تادیه ورکړئ. سربیره پردې، که د وړاندیز شوي درملو او چمتو شوي درملو ترمینځ توپیر شتون ولري، تاسو ممکن د دې توپیر تادیه کولو ته هم اړتیا ولرئ.

نسخې کیدای شي بریښنایی یا په لیکلي بڼه وي. که ستاسو نسخه بریښنایی وي، مهرباني وکړئ ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د نسخې شمیره له ځانه سره لرئ. که ستاسو نسخه په لیکلې بڼه چمتو شوې وي، نو دا مهمه ده چې دا نسخه له تاسو سره ولرئ کله چې تاسو قرارداد شوي درملتون ته ورځئ. د درملو د لاسرسي لپاره نوم لیکنه یو مهم شرط دې. مهرباني وکړئ دا ډاډ هم تر لاسه کړئ کله چې تاسو درملتون ته ځئ خپل د هویت سند له ځانه سره ولرئ. دا هغه سند دې چې ستاسو د بهرني پیژندپاڼې په نامه یایږي او د “۹۹” شمیرې سره پیل کیږي.

د نړیوال خوندیتوب غوښتونکي او ګټه اخیستونکي حق لري چې د عامه روغتونونو لخوا چمتو شوي رواني روغتیایی ملاتړ ته لاسرسی ولري. برسېره پردې، تاسو کولای شئ د هغو مرکزونو څخه چې د کورنیو او ټولنیزو خدمتونو وزارت او د مدني ټولنې سازمانونو لخوا کار کوي ملاتړ ترلاسه کړئ. دا مرکزونه د وزارت سره په همکارۍ کار کوي او رواني-ټولنیز خدمتونه وړاندې کوي.

تاسو پرته له تبعیض روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسي حق لرئ، د خپل روغتیایی حالت او ممکنه درملنې په اړه د خبرتیا حق لرئ، د قانون له نظره د درملنې څخه د رضایت یا انکار د حق اجازه لرئ، او په پای کې د محرمیت او درناوي پاملرنې حق لرئ. تاسو د درملنې په اړه وروستۍ پریکړه کولو حق هم لرئ، د درملنې په برخه کې د پرمختګ څخه د ګټې اخیستنې حق، د لیدنې ترلاسه کولو حق او د بل کس شرکت غوښتنه کول، او د خوندي او پام وړ پاملرنې ترلاسه کولو حق. دا ټول حقونه ستاسو په اختیار کي دي او کولای شئ ورڅخه ګټه پورته کړئ.

که تاسو باور لرئ چې د ناروغ په توګه ستاسو حقونه تر پښو لاندې شوي دي، تاسو حق لرئ چې شکایت وکړئ او د اړتیا په صورت کې، د فزیکي یا رواني زیان لپاره تاوان هم ترلاسه کړئ چې تاسو ورسره مخ شوي یاست. د دې لپاره، تاسو کولای شئ په روغتون کې د ناروغانو د حقونو څانګې ته عریضه وکړئ چیرته چې تاسو روغتیایی خدمتونه ترلاسه کړي دي. په هر حالت کې، او په ځانګړې توګه په هغه قضیو کې چې تاسو احساس کوئ چې ستاسو شکایتونه په کافي اندازه نه دي حل شوي، تاسو حق لرئ چې د روغتیا د ولایتي ریاست په چوکاټ کې د ناروغانو د حقونو بورډ ته لیکلي شکایت وړاندې کړئ. دا هم امکان لري چې خپلې اندیښنې یا شکایتونه د روغتیا وزارت د ۱۸۴ شمېرې د مرکز له لارې واستوئ. دا شمیره د ژباړن خدمتونه هم وړاندې کوي.

موږ ستاسو د آنلاین تجربې ښه کولو کې د مرستې لپاره کوکیز کاروو. زموږ د ویب پاڼې په کارولو سره، تاسو له دې سره موافق یاست. د نورو زده کولو لپاره زموږ د کارولو شرایط او د محرمیت پالیسي ولولئ