د کډوالۍ مدیریت ریاست – د بهرنیانو د اړیکو مرکز (YİMER) بیړني تماس لیکه

د کډوالۍ مدیریت ریاست – د بهرنیانو د اړیکو مرکز (YİMER) بیړني تماس لیکه

6 فبروري 2023

د 2023 کال د فبرورۍ په شپږمه (6) نېټه یوې زلزلې د ترکیې ځینې برخې ولړزولې، چې مرکز یې کهرامانمارش وه. که تاسو د زلزلې څخه اغیزمن شوي یاست او د یو بیړني حالت سره مخ یاست، تاسو کولی شئ 112 شمېرې ته زنګ ووهئ. که تاسو د ژباړې مرستې ته اړتیا لرئ، کولی شئ د کډوالۍ مدیریت د ریاست بیړنۍ  مرستې لیکه (د بهرنیو اړیکو مرکز – YİMER) په 157 شمېره اړیکه ټینګه کړئ یا د YİMER وټساپ او ټیلیګرام چینلونو سره تماس ونیسئ، چې 24 ساعته کار کوي.

وټساپ شمېره: 903124220400+

ټیلیګرام: Yimer157bot@

د YİMER خدمتونه په ترکي، انګلیسي، عربي، فارسي، روسي، جرمني او پښتو ژبو وړاندې کیږي.