د یوې قاعدې په توګه، په ترکیه کې بهرنیان اړ دي چې په قانوني‌ توګه د دندې د ترسره کولو لپاره “د کار یا د دندې جواز” ترلاسه کړي. که تاسو د جګړې او ځورونې له امله د خپل هیواد پرېښستو ته اړ شوي یاست، او تاسو د ترکیې په هیواد کې د پناه غوښتنه کوئ، تاسو باید په دې هیواد کې په منظمه توګه د پاتې کیدو او د نړیوال خوندیتوب تر نامه لاندې چمتو شوي حقونو او خدمتونو ته د لاسرسي لپاره د “نړیوال خوندیتوب غوښتنلیک” وسپارئ. د بهرنیانو او نړیوال خوندیتوب د قانون احکامو ته په کتو، د نړیوال خوندیتوب غوښتونکي کولای شي د خپل نړیوال خوندیتوب غوښتنلیک له بشپړیدو شپږ میاشتې وروسته د کار د جواز لپاره خپل غوښتنلیک وړاندې کړي.

ستاسو د نړیوال خوندیتوب غوښتنلیک به د کډوالو چارو د ولایتي ریاست لخوا وڅیړل او وارزول شي. که دا څېړنه مثبته وي، تاسو ته به په ترکیه کې د نړیوال خوندیتوب د دریځونو له دریو موجودو ډولونو څخه یو ډول درکړل شي. د نړیوال خوندیتوب کړنللارو په اړه د بشپړو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ ترکیې کې د کډوالو د حقونو د ادارې سره اړیکه ونیسئ یا زموږ د ویب پاڼې اړونده برخې ته مراجعه وکړئ.

د یوې قاعدې په توګه، د نړیوال محافظت غوښتونکو او موقف لرونکو د کار جواز غوښتنلیکونه باید د کارکومارونکي لخوا د E-Devlet له لارې جوړ شي: https://ecalismaizni.csgb.gov.tr/eizin

د کار او ټولنیز امنیت وزارت ته دنده سپارل شوې چې د کار د جواز غوښتنلیکونو په اړه وروستۍ پریکړې ترلاسه کړي، ارزونه یې وکړي او په اړه یې پریکړې وکړي. ستاسو په ژبه د بشپړو او تازه معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د وزارت رسمي ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ یا د ۱۷۰ شمېرې ته زنګ ووهئ: https://www.csgb.gov.tr/uigm

په ترکیه کې پلي شوي قانون ته په کتو، هغه کسان چې د نړیوال خوندیتوب غوښتنلیک یې وړاندې کړې وي خو د غوښتنلیک په اړه یې وروستۍ پریکړه نه وي ترلاسه کړې، د “نړیوال خوندیتوب د غوښتونکي” په توګه ګڼل کیږي.

د یو کارګمارونکي لپاره په قانوني یا خپلواکه توګه د کار کولو لپاره، د نړیوال خوندیتوب غوښتونکي باید لومړې د کار جواز ترلاسه کړي. تاسو د کار جواز هغه مهال لاسته راوړلې شئ کله چې ستاسو د نړیوال خوندیتوب د غوښتنلیک څخه شپږ میاشتې تېرې شوي‌ وي. تاسو اجازه نلرئ چې د دې شپږو میاشتو د مودې پای ته رسیدو دمخه د کار جواز لپاره غوښتنه وکړئ.

که تاسو ته ستاسو د نړیوال خوندیتوب د غوښتنلیک په پایله کې د مشروطې کډوالۍ دریځ درکړل شوې وي، تاسو باید د کار جواز ترلاسه کړئ ترڅو د کار ګومارونکي لپاره په قانوني توګه یا په خپلواکه ډول کار وکړئ. تاسو د خپل نړیوال خوندیتوب غوښتنلیک له بشپړیدو شپږ میاشتې وروسته د کار جواز لپاره غوښتنه کولای شئ. تاسو اجازه نلرئ چې د دې شپږو میاشتو د مودې پای ته رسیدو دمخه د کار جواز لپاره غوښتنه وکړئ.

که تاسو ته ستاسو د نړیوال خوندیتوب د غوښتنلیک په پای کې د یوه کډوال په حیثیت پيژندل شوي یاست، تاسو کولای شئ د یو کار ګمارونکي لپاره یا په خپلواکه توګه کار وکړئ.

هغو کسانو ته چې د کډوالۍ حیثیت ورکړل شوې وي باید د پېژندنې سند ورکړل شي چې د بهرني شناخت شمیره ولري لړ د “۹۹” د شمیرې سره پیل کیږي. دا د پېژندنې سند به د کار د جواز لپاره د بدیل په توګه هم کار ورکړي. اړونده جواز به د پېژندنې په سند کې درج کیږي. په دې توګه، هغه کسان چې د کډوالۍ حیثیت لري اړتیا نلري د کار جواز د ترلاسه کولو لپاره په جلا توګه غوښتنه وکړي.

که تاسو ته ستاسو د نړیوال خوندیتوب د غوښتنلیک په پایله کې د فرعي خوندیتوب حیثیت درکړل شوې وي، تاسو کولای شئ د کار ګمارونکي لپاره یا په خپلواکه توګه کار وکړئ.

هغو کسانو ته چې د فرعي خوندیتوب حیثیت ورکړل شوې وي باید د هویت سند صادر شي چې د بهرني د پېژندنې د کارت شمیره ولري او د “۹۹” په شمیرې سره پیل کیږي. دا د پېژندنې سند به د کار د جواز لپاره د بدیل په توګه هم وکارول شي. اړونده جواز به د هویت په سند کې لیکل کیږي. په دې توګه، هغه کسان چې د فرعي خوندیتوب حیثیت لري د کار جواز د ترلاسه کولو لپاره په جلا توګه غوښتنه کولو ته اړتیا نلري.

هغه کسان چې د کډوالۍ یا د فرعي خوندیتوب د لرلو په توګه پېژندل کيږي د کار په ځای کې د کار ګمارونکي لپاره یا په خپلواکه توګه د خپل موقف د ترلاسه کولو سره د کار کولو لپاره وړ دي. په دې توګه، هغه کسان چې د کډوالۍ یا د فرعي خوندیتوب حیثیت لري اړتیا نلري د کار جواز د ترلاسه کولو لپاره په جلا توګه غوښتنه وکړي.

د نړیوال خوندیتوب غوښتونکو او د کډوالۍ مشروط حیثیت لرونکو په اړه د کار جواز غوښتنې، د یوې قاعدې په توګه، باید د دوی د کارګمارونکو لخوا د e-Devlet له لارې وسپارل شي. که تاسو په ترکیه کې د مقرراتو سره سم تجارتي چارې رامینځته کړئ او په خپل استازیتوب او خپل حساب په ترڅ کې کار کوئ، تاسو باید د ” کارخپلواک جواز” د ترلاسه کولو لپاره غوښتنه وکړئ.

تاسو به وړ یاست چې د کار د جواز غوښتنه ستاسو د نړیوال خوندیتوب د غوښتنلیک د نیټې څخه شپږ میاشتې وروسته وسپارئ. دا غوښتنلیک د  e-Devlet له لارې سپارل کیږي. د غوښتنلیک په جریان کې، تاسو اړ یاست چې سیسټم کې خپل او کار ګومارونکي په اړه مختلف اسناد او اړونده معلومات داخل کړئ. یو له هغو اسنادو څخه چې باید په سیستم کې پورته یا اپلوډ شي ستاسو او ستاسو د کار ګمارونکي ترمنځ د کار د تړون سند دې.

په ترکیه کې د بهرنیانو د کار د جواز په اړه د اوسنیو مقرراتو سره سم، د کار جواز هغه ډول چې وګړو ته اجازه ورکوي چې په خپله کار وکړي او د خپل ځان او حساب لپاره د کار کولو حق ولري، د “خپلواک کار جواز” په نوم یادیږي. که تاسو په ترکیه کې د مقرراتو سره سم سوداګرۍ رامینځته کړئ او په خپل استازیتوب او خپل حساب کې کار وکړئ، تاسو باید د “خپلواک کار جواز” لپاره غوښتنه وکړئ. بهرنيان چې د  کار خپلواک جواز لپاره غوښتنه کوي باید پخپله غوښتنه وکړي. تاسو اړتیا لرئ د خپل غوښتنلیک لپاره د بریښنایی خبرتیا پته ترلاسه کړئ. تاسو کولای شئ د PTT دفترونو ته عریضه وکړئ یا د لاندني آدرس څخه په آنلاین ټوګه خپل غوښتنلیک وسپارئ ترڅو سند ترلاسه کړئ: 

 https://www.etebligat.gov.tr/nasil-basvuru-yaparim

د نړیوال کار ځواک په اړه د ۶۳۷۵ شمیرې قانون سره سم او د نړیوال خوندیتوب غوښتونکو او ګټه اخیستونکو د کار جوازونو د مقرراتو له مخې، هغه کسان چې د نړیوال خوندیتوب غوښتنلیکونه یا د کډوالۍ مشروط دریځ لري په دوه برخو کې د معافیت وړ دي: موسمي کرنیزې او مالدارۍ پورې اړوند دندې. خو، دا معافیت په اتوماتيک ډول نه ورکول کیږي، او پدې توګه تاسو باید په رسمي توګه د معافیت لپاره غوښتنه وکړئ. د نړیوال خوندیتوب غوښتونکي او د مشروط کډوال دریځ لرونکي حق لري چې د دوی د نړیوال خوندیتوب غوښتنلیک له بشپړیدو شپږ میاشتې وروسته د کار جواز د معافیت غوښتنه وکړي.

د کار د جواز د معافیت غوښتنلیکونه باید په هغه ښار کې چېرته چې ستاسو نوم لیکنه شوې ده د کار او دندو ولایتي ریاست ته وسپارل شي. دا اداره به ستاسو غوښتنلیک د کار او ټولنیز امنیت وزارت له لارې پروسس کړي. یاد وزارت په دېرشو ورځو کې مثبت یا منفي پریکړه کوي او دا پریکړه د اشخاصو د الکترونیکي خبرتیا له لارې رسوي. د کار جواز معافیت هغه وخت ورکول کېږي کله چې وزارت مثبته پریکړه وکړي. هغه وګړي چې د موسمي کرنې او مالدارۍ په سکتورونو کې د کار کولو لپاره وړ پیژندل شوي وي د کار د جواز د معافیت سند به ورته صادر شي.

هغه وګړي چې د کډوالی یا د فرعي خوندیتوب حیثیت لري اړتیا نلري د موسمي کرنې یا مالدارۍ په سکتورونو کې د کار کولو لپاره د جلا کاري جواز د معافیت غوښتنه وکړي.

برسېره پر دې، تاسو کولی شئ یوازې په هغه ولایت کې د کار جواز د معافیت څخه ګټه پورته کړئ چیرته چې تاسو لنډمهاله محافظت لپاره نوم لیکنه کړي وی.

د نافذه کورني قانون له مخې، بهرنیان د ځینو کارونو یا دندو د ترسره کولو څخه، چې په لاندې ډول دي،  منع دي: د غاښونو ډاکټر، په روغتونونو کې پالنه کوونکي، درمل جوړونکي، وترنران، وکیلان، عامه نوټریان، په خصوصي یا عامه اداره کې امنیتی کسان ، د خصوصي روغتون رییس، د ګرځندوی لارښود، د ګمرک سلاکار او همدارنګه بحری کپتان، لامبو وهونکي، کب نیونکی، غوطه خواره، او په سیمه ایزو اوبو کې نورې ورتې دندې.

هغه بهرنيان چې غواړي په روغتیا او تعلیمي برخو کې دنده ترسره کړي باید لومړنۍ اجازه ترلاسه کړي. هغه غوښتنلیکونه چې د ابتدايي اجازې یا تصویب پرته ترسره شوي دی د نورې ارزونې پرته رد کیږي.

د روغتیایی مسلک غړي اړ دي چې د لومړنۍ اجازې د ترلاسه کولو لپاره د روغتیا وزارت ته مراجعه وکړي. د تعلیمی مسلک غړي باید د دندې د نوعیت په پام کې نیولو سره یا د ملي زده کړو وزارت یا د لوړو زده کړو شورا ته مراجعه وکړي.

په ورته ډول، هغه کسان چې غواړي د څیړنې او پراختیا د مرکزونو په توګه پیژندل شوي شرکتونو کې د څیړنې او پراختیا کارمندانو د پوستونو لپاره غوښتنه وکړي باید د مخکینۍ تصویب د ترلاسه کولو لپاره د صنعت او ټیکنالوژۍ وزارت سره اړیکه ونیسي.

هغه کسان چې په پورته ذکر شویو سیمو کې د کار کولو لپاره د کار د جواز لپاره غوښتنه کوي باید د غوښتنلیکونو د سپارلو دمخه اړین لومړنۍ اجازې یا تصویب ترلاسه کړي.

د نړیوال کار ځواک د قانون او د نړیوال خوندیتوب غوښتونکو او دریځ لرونکو د کاري جوازونو د مقرراتو له مخې، د کار د جواز د غوښتنلیکونو ارزونې کلیدي معیارونه عبارت دي له:

  • آیا د کار جواز لپاره غوښتنلیک د نړیوال خوندیتوب غوښتنلیک له بشپړیدو شپږ میاشتې وروسته سپارل شوې؛
  • آیا کار ګمارونکی د بهرنیو کارمندانو د کوټا د سیسټم اړتیاوې پوره کوي؛
  • آیا د کار د اجازې غوښتنلیک د منع شوي دندو یا مسلکونو په کټګورۍ کې راځي؛
  • آیا د مخکې اجازې یا د تصویب څخه مخکې اړتیا شتون لري چې په سمه توګه لیدل شوي او پوره شوي دي؛ او
  • آیا د کار جواز غوښتنلیک په اړه د چارواکو لخوا منفي موندنه خپره شوې.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د ارزونې پروسې په جریان کې ، تازه معلومات په منظم ډول د بریښنایی خبرتیا د ادرس له لارې ګمارونکي ته لیږل کیږي. دا هم امکان لري چې د e-Devlet له لارې د غوښتنلیک حالت وکتل شي.

هغه کسان چې د بشردوستانه استوګنې جواز لري ممکن د پورته لیست شوي ارزونې د معیارونو تابع نه وي.

که تاسو د خپل کار د جواز په غوښتنلیک کې ځيني نا تکمیله اسناد لرئ، تاسو اړتیا لرئ چې دا اسناد د دېرشو ورځو په جریان کې بشپړ کړئ.

تاسو باید د کار د اجازې د ترلاسه کولو څخه وروسته په دیرشتو ورځو کې دننه خپل کار پیل کړئ. ستاسو کارګمارونکې هم مکلف دی چې ستاسو د کار د پیل د نیټې په ۱۵ ورځو کې دننه د کار او ټولنیز امنیت وزارت ته راپور ورکړي.

که چیرې هغه ولایت چې ستاسو د کار جواز صادر شوی وي ستاسو د نوم لیکنې د ولایت څخه توپیر لري، تاسو اړتیا لرئ د خپل د نوم ليکنې ښار کې د کډوالو چارو ولایتي ریاست (PDMM) ته عریضه وړاندې کړئ او غوښتنه وکړئ چې خپل د راجسټریشن ولایت هغه ولایت ته بدل کړي چیرته چې ستاسو د کار جواز صادر شوې وي. بیا تاسو اړتیا لرئ د PDMM سره اړیکه ونیسئ چیرته چې ستاسو د کار جواز صادر شوی او دلته د سفر سند وړاندې کړئ چې تاسو ته د PDMM لخوا ستاسو د نوم ليکنې په ښار کې او ستاسو د کار جواز درکړل شوی. د کډوالۍ چارواکي به ستاسو غوښتنې ته بیاکتنه وکړي او که ومنل شي، تاسو به وکولای شئ خپل د نوم ليکنې ولایت بدل کړئ.

د قانون پر بنسټ، له هغه ځایه چې د کار جواز غوښتنلیکونه د کارګمارونکو لخوا اخیستل کیږي او اجازه لیکونه د یو ځانګړي کاري ځای یا استوګنې لپاره ورکول کیږي، ستاسو د کار اجازه به د اعتبار وړ پاتې شي، پرته له دې چې تاسو خپله دنده، د هغې مودې په پام کې نیولو پرته، پریږدئ،. په ورته ډول، تاسو نشئ کولاۍ په څو کاري ځایونو کې د یو واحد کاري جواز سره کار وکړئ.

په دې توګه، که تاسو غواړئ په بل کاري ځای کې کار وکړئ، ستاسو نوی ګمارونکی اړ دی چې ستاسو په استازیتوب یو نوی د کار د جواز غوښتنلیک وسپاري.

قانون وړاندیز کوي هغه بهرنيان چې د لومړي ځل لپاره د کار جواز لپاره غوښتنه کوي د کار یو کلن جواز ترلاسه کوي. که تاسو پلان لرئ چې د خپل کار جواز له پای د نیټې وروسته د ورته کارګومارونکي لپاره کار ته دوام ورکړئ، تاسو باید د خپل اوسني جواز پای نیټې څخه دمخه د سیسټم له لارې د کار جواز د تمدید لپاره غوښتنه وکړئ. په لومړي سر کې، تاسو به وکولای شئ د کار جواز د پای ته رسیدو څخه شپیته ورځې دمخه د تمدید غوښتنه وکړئ. د تمدید غوښتنلیکونه چې د کار جواز د پای نیټې وروسته سپارل شوي وي نه تمدیدېږي.

د کار جواز د تمدید لپاره غوښتنلیکونه باید د کار ګومارونکي لخوا د e-Devlet سیسټم له لارې وسپارل شي، لکه څنګه چې د لومړني کاري جواز د غوښتنلیکونو لپاره ترسره کیږي.

په پاۍ کې، که تاسو غواړئ د کار جواز د پای ته رسیدو وروسته خپل د کار ځای بدل کړئ، ستاسو په استازیتوب ستاسو د نوي کار ګمارونکي لخوا سپارل شوی غوښتنلیک به د تمدید د غوښتنې پرځای د نوي کار جواز د غوښتنلیک په توګه وړتیا ولري.

د یوې قاعدې په توګه، د بهرنیانو لپاره د کار جواز په ځانګړي کاري ځای یا استوګنځي پورې تړلې دې. په دې توګه، که ستاسو د کار تړون د کوم دلیل له امله لغوه شي او که تاسو غواړئ په بل کاري ځای کې کار کولو ته ادامه ورکړئ، ستاسو نوی کارګمارونکي اړ دي چې یو نوی غوښتنلیک وسپاري.

ستاسو ګومارنکې نشي کولای تاسو ته د قانوني ټاکل شوي لږترلږه معاش څخه ټیټ معاش درکړي. که ستاسو کارګومارونکې ادعا کوي چې تاسو د خپل تابعیت له امله د لږ تر لږه معاش لپاره وړ نه یاست، نو کار ګومارونکې تاسو سره بې ایماني کوي. ټول کارکوونکي، د تابعیت په پام کې نیولو پرته، د لږ تر لږه معاش حقداره دي.

د ټولنیز امنیت د تطبیق شوي قانون له مخې، ستاسو د ټولنیز امنیت پوښښ د تابعیت سره مشروط ندې. ستاسو ګمارونکی مکلف دی چې تاسو د ټولنیز امنیت سیسټم کې راجستر کړي او ستاسو د ټولنیز امنیت پریمیم یا استحقاق په منظم ډول تادیه کړي. هغه کارورکونکي یا ګومارونکي چې د دې اړتیاو په پوره کولو کې پاتې راغلي د درنو اداري جریمو له خطر سره مخ دي. که ستاسو ګومارونکي ستاسو د ټولنیز امنیت استحقاق په تادیه کولو کې پاتې راغلی، تاسو حق لرئ چې د کار او ټولنیز امنیت ولایتي ریاست ته مراجعه وکړئ او شکایت درج کړئ. ستاسو په شکایت کې باید اړوند اسناد شامل وي چې ستاسو د کار وضعیت څرګندوي. که تاسو له دې اسنادو څخه یو هم نلرئ، تاسو کولاۍ شئ د شاهدانو بیانونه هم چمتو کړئ. له دې څخه پرته، تاسو کولای شئ د ۱۷۰ شمیرې سره چې د اړوند وزارت ټیلیفوني شمیره ده په اړیکه شئ او د هغه ګومارونکو په اړه راپور ورکړئ چې د قانوني اړتیاو په پوره کولو کې پاتې راغلي دي.

خو، که تاسو د کار جواز معافیت سره په موسمي کرنې یا د څارویو پالنې سکتورونو کې کار کوئ، تاسو د یو بل رژیم تابع یاست. په دې حالت کې، ستاسو کار ګومارونکې مکلف دی چې تاسو یوازې د ټولنیز امنیت په سیسټم کې ثبت کړي که ستاسو د کار ټوله موده له 30 ورځو څخه زیاته وي.

د کار پورې اړوند حادثې ستاسو د کار ځای کې تر حادثو پورې محدود ندي. هغه حادثې یا پېښې پداسې حال کې پېښيږي چې تاسو د کار ځای څخه بهر د کار پورې اړوند دنده ترسره کوئ هم د کار پورې اړوند پیښو په کټګورۍ کې راځي.

ستاسو ګمارونکی ممکن د سمدستي یا د هغه وروسته فزیکي او/یا رواني زیانونو لپاره مسؤل وي چې د کار پورې اړوند پیښو په جریان کې رامینځته کیږي.

د یوې قاعدې په توګه، ستاسو کارګومارونکې باید سمدستي د پیښې راپور د پولیسو واحد او روغتیایی ادارې ته ورکړي چیرته چې ستاسو د کار ځای شتون لري. سربیره پردې، ستاسو کارکوونکې مکلف دی چې د پیښې وروسته په دریو ورځو کې د ټولنیز امنیت دفتر ته مراجعه وکړي. که ستاسو کارګومارونکي ددې کار په ترسره کولو کې پاتې راشي، تاسو کولای شئ په شخصي توګه راپور ورکړئ. دا اړينه ده چې د خپل راپور سره د پېښې اړوند ټول اسناد چمتو کړئ.

د راپور ورکولو وروسته، تاسو به د فزیکي ټپونو د ارزونې لپاره روغتون ته راجع شئ او که اړتیا وي، هغه درجې چې تاسو د ټپي کیدو په پایله کې معیوب یاست. د ارزونې پر بنسټ، تاسو کولاۍ شئ د معلولیت د تقاعد او/یا د لنډمهاله بې کفایتۍ تخصیص لپاره غوښتنه وکړئ.

د کار د جواز یا د کار جواز د معافیت د لرو پرته دنده ترسره کول په قانوني توګه منع دي. دواړه ګمارونکي او کارکونکې ممکن د اداري جریمې سره مخ شي. برسیره پردې، هغه بهرني وګړي چې د اعتبار وړ کاري جواز پرته دنده ترسره کوي ممکن د نورو کړنلارو لکه اخراج او اداري توقیف سره مخ شي. تاسو کولای شئ د دې موضوع په اړه د نورو بشپړو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره زموږ ادارې ته مراجعه وکړئ.

تاسو کولاۍ شئ د مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو لپاره د عامه زده کړو مرکزونو ته مراجعه وکړئ. د عامه زده کړو مرکز کورسونه وړیا ترسره کيږي. خو، مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د عامه زده کړې هر مرکز په کال کې د کورس وړاندیزونه ټاکي او ممکن د غوښتنې سره سم نوي کورسونه پرانیزي. له همدې امله موږ وړاندیز کوو چې تاسو د عامه زده کړې مرکزونو سره اړیکه ونیسئ ترڅو د شته کورسونو په اړه خپلې پوښتنې وپوښتئ. مهرباني وکړئ دا هم په یاد ولرئ چې تاسو به اړتیا ولرئ مخکې له دې چې تاسو پدې کورسونو کې نوم لیکنه وکړئ خپل د هویت سند وړاندې کړئ.

د ترکیې د کارموندنې اداره (İŞKUR) یو شمیر حرفوي کورسونه هم پرمخ وړي. تاسو کولای شئ د کورس د شتون په اړه د پوښتنې لپاره د ترکیې د کارموندنې ادارې دفترونو ته مراجعه وکړئ. په پاۍ کې، د مدني ټولنې ځيني سازمانونه شتون لري چې د ملي زده کړې وزارت تر څارنې لاندې وړیا د مهارتونو روزنيز کورسونه، حرفوي مشغولتیاوې او داسې نور حرفوي کورسونه چمتو کوي.

موږ ستاسو د آنلاین تجربې ښه کولو کې د مرستې لپاره کوکیز کاروو. زموږ د ویب پاڼې په کارولو سره، تاسو له دې سره موافق یاست. د نورو زده کولو لپاره زموږ د کارولو شرایط او د محرمیت پالیسي ولولئ