د  COVID-19 (د کورونا ویروس ناروغۍ) په اړه اوسني اقدامات او محدودیتونه

نيټه: ۰۳/۰۳/۲۰۲۲

د کورنیو چارو وزارت د ابلاغیې سره سم، د COVID-19 د خپریدو سره د مبارزې لپاره پې‍ژندل شوي کړنې د ۲۰۲۲ کال د مارچ د میاشتې پر دریمې نيټې تعدیل شوي دي. دا تعدیلات په عامه ځایونو کې د مخ د ماسک د اغوستلو اړتیا، د HES سفری کوډونه، او د منفي PCR آزموینې د  پایلې چمتو کولو د اړتیا په اړه دمخه پیژندل شوي کړنې اغیزمن کوي.

د ۲۰۲۲ کال د مارچ د میاشتې د ۳مې نېټې را پدې خوا، د HES د کوډ چمتو کولو یا عامه ځایونو او خدماتو ته د لاسرسي لپاره د منفي PCR ازموینې پایلې د چمتو کولو اړتیا نه لیدل کیږي. د مخ ماسک اغوستلو اړتیا هم په خلاص ، عامه ځایونو او همدارنګه په تړلو ځایونو کې لرې شوې چیرته چې ټولنیز واټن په مناسب ډول مشاهده کیدای شي او چیرته چې د هوا مناسب تدابیر شتون ولري.

تر هغه چې نوې پریکړه اعلان شوې نه وي، د ماسک د اغوستلو حکم به په تړلو ځایونو کې چیرې چې دا امکان نلري چې ټولنیز واټن په پام کې ونیول شي پلي کیږي لکه په ښوونځیو، روغتونونو، سینماګانو، تیاترونو او د عامه ترانسپورت په ټولو برخو (د ښار د ترانسپورت په شمول) لکه بسونو، کوچني بسونږ، ګروهی بسونو، ریل ګاډو، فرعي لارې، کشتۍ او الوتکو کې.

په سترو پلورنځیونو، تیاترونو او/یا عامه ترانسپورت لکه بسونو، اورګاډو او الوتکو ته د ننوتلو لپاره نور د HES کوډ د چمتو کولو اړتیا نشته.

په ځیني حالاتو کې لکه په الوتکه کې د سفر پر مهال، هغه کسان چې تر اوسه واکسین شوي نه دي یا د واکسین کولو پروسه یې په بشپړه توګه نه ده بشپړه کړې، او همدارنګه هغه کسان چې په تیرو ۱۸۰ ورځو کې COVID-19 په ناروغی نه دي اخته شوي باید د PCR د منفی آزموینې سند چمتو کړي.  پرځای یې، یوازې هغه کسان چې د فعال COVID-19 نښې نښانې ولري ورڅخه غوښتنه کیږي چې د PCR د منفي ازموینې پایله چمتو کړي.

د خپرولو نېټه: 2022.03.03

د وېب پاڼې دا برخه د احتیاطي تدابیرو معلوماتو ته وقف شوې ده چې د ترکیې حکومت لخوا د کورونا ویروس ناروغۍ  (COVID-19) وباء د لا خپرېدو مخنیوي لپاره معرفي شوي. پدې برخه کې ، تاسو کولی شئ د اداري بدلونونو او همدارنګه د وبا په جریان کې د حقونو او مکلفیتونو په اړه د معلوماتو ټولګه ومومئ.

د وبا د طبیعت له امله، د ترکیې حکومت نوي تدابیر معرفي کوي او / یا دمخه موجود شوو سمونه کوي. مهرباني وکړئ د تازه معلوماتو لپاره د کډوالو د حقونو معلوماتو پورټل هره ورځ وګورئ.

که چېرې تاسو د روغتیا بیړني حالت سره مخ یاست، نو مهرباني وکړئ د 112 بیړنۍ تلیفون شمېره ډایل کړئ.

د کورونا ویروس ناروغۍ (COVID-19) په اړه عمومي معلوماتو لپاره تاسو کولی شئ د روغتیا وزارت د کورونا ویروس مشورې ورکولو د بیړني حالت تلیفون شمېرې 184 ته زنګ ووهئ.

د کرونا ویروس ناروغۍ (COVID-19) په اړه په عربي، فارسي، انګلیسي، پښتو، جرمني او روسي ژبو د عمومي معلوماتو لپاره تاسو د بهرنیانو د مخابراتو مرکز YİMER د بیړني حالت شمېرې ته 157 هم زنګ وهلی شئ.

لاندې وړاندې شوي معلومات د عمومي طبیعت څخه دي. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د ټولو احتیاطونو او ممانعتونو ځینې استثناوې شتون لري. که تاسو نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ د پورته ذکر شویو  دبیړني حالت شمېرو څخه یو ته زنګ ووهئ.

تاسو کولی شئ د اوسني کورونا ویروس اړوند تدابیرو او مقرراتو په اړه نور معلومات د ترلاسه کولو لپاره زموږ د سازمان، د ترکیې د کډوالو حقونو ادارې سره اړیکه ونیسئ. موږ اوس مهال د لنډمهاله مودې لپاره خپلو خدماتو ته د لیرې څخه دوام ورکوو او د تلیفون له لارې معلومات چمتو کوو. تاسو کولی شئ د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له 10 بجو څخه تر ماښام 5 بجو پورې په +90 850 218 48 30 شمېره زنګ اووهئ او په انګلیسي، ترکي، عربي، فارسي یا فرانسوي ژبو مرستې ترلاسه کړئ. که تاسو غواړئ په بله ژبه خبرې وکړئ، نو د غوښتنې سره سم به ژباړونکی چمتو کیدی شي. تاسو کولی شئ په هره ژبه کې چې تاسو یې خوښوئ info@mhd.org.tr ته برېښنالیک ولېږئ.

په ترکیه کې، د کورونا ویروس اړوند تشخیص، درملنه او درمل هرچا ته وړیا د لاسرسي وړ دي. له همدې امله، که چېرې تاسو په ترکیه کې یاست او تاسې د کورونا ویروس په ناروغۍ اخته یاست، نو تاسې کولی شئ روغتیایی خدماتو ته لاسرسی ومومئ.

که چېرې تاسو د روغتیا پاملرنې خدماتو ته لاسرسی نلرئ، نو تاسو کولی شئ چې د روغتیا وزارت د کورونا ویروس د مشورې مرکز ګرمې لیکې 184 ته یا د بهرنيانو مخابراتي مرکز YİMER ګرمې لیکې ته په 157 زنګ ووهئ.

که تاسو نورې پوښتنې یا اړتیاوې لرئ، نو تاسو د ترکیې د کډوالو د حقونو ادارې سره هم اړیکه نیولی شئ.

د COVID-19 په اړه د عمومي معلوماتو ترلاسه کولو لپاره، تاسو کولی شئ د روغتیا وزارت د کورونا ویروس مشورتي ګرمې لیکې شمېرې 184 ته زنګ ووهئ. 

که چېرې تاسو دغه معلوماتو ته په نورو ژبو کې اړتیا لرئ لکه عربي، فارسي، انګلیسي، پښتو، جرمني او روسي نو تاسو کولی شئ چې د YİMER ګرمې لیکې ته په 157 شمېرې زنګ ووهئ او ملاتړ ترلاسه کړۍ.

تاسو کولی شئ د روغتیا وزارت د COVID-19 وېب پاڼې څخه هم لیدنه وکړئ کوم چې د وبا او نورو اړوندو معلوماتي موادو په اړه تازه معلومات لري.

که چېرې تاسو د روغتیا په بیړني وضعیت کې یاست او سمدلاسه روغتیایي ملاتړ ته اړتیا لرئ، نو تاسو باید د 112 شمېرې په ډایلولو سره بیړنۍ ګرمې لیکې ته زنګ ووهئ او د تلیفون سمبالوونکي لخوا په درکړل شوو لارښوونو عمل وکړئ.

د 65 کلونو په شاوخوا کې خلک او هغه کسان چې اوږدمهاله ناروغۍ لري د واکسین کولو لپاره لومړیتوب لري. اوس مهال، هر څوک چې د 18 کلنۍ عمر لري کولی شي واکسین ترلاسه کړي.

د واکسین ترلاسه کولو لپاره، تاسو اړتیا لرئ چې د ای-نابیز اېپلیکېشن ته ورننوځئ . که چېرې تاسو مخکې دا اېپلیکېشن نه وي کارولی، نو تاسو کولی شئ د e-Devlet پلیټ فارم له لارې د خپل لنډمهاله خوندیتابه یا نړیواله خوندیتابه آی ډي شمیرې له لارې چې “99” سره پیل کیږي e-Nabiz ته لاسرسی ومومئ.

د e-Nabiz اېپلیکېشن به تاسو د Merkezi Hekim Randevu Sistemi – د مرکزي فزیکي تقرر سیسټم ته لارښوونه درکړي. د MHRS په پاڼه کې د عربي ژبې اختیار هم شتون لري: https://www.mhrs.gov.tr

تاسو کولی شئ د اړوندې نیټې، وخت، او روغتیا پاملرنې څانګې په غوره کولو سره د سیسټم له لارې د لیدو وخت ترلاسه کړئ. که چېرې تاسو سیسټم ته په لاس رسي موندلو کې له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، نو تاسو کولی شئ په ALO 182 (MHRS)  ډایلولو سره خپل د لیدو وخت مهالویش کړئ.

تاسو اړتیا لرئ خپل لنډمهاله خوندیتابه یا نړیواله خوندیتابه آی ډي کارت ولرئ او د لیدو وخت ستاسو مبایل ته د MHRS څخه د SMS له لارې لېږل شوی. 

که چېرې تاسو په ترکیه کې راجستر شوي نه یاست، مهرباني وکړئ د روغتیا وزارت د تلیفون مرکز (ALO 184) سره اړیکه ونیسئ.

که چېرې تاسو په ترکیه کې لنډمهاله یا نړیوال خوندیتابه وضعیت لرئ، نو تاسو کولی شئ په عامه روغتونونو او د کورنۍ روغتیایی څانګو کې وړیا واکسین ترلاسه کړئ.

موږ ستاسو د آنلاین تجربې ښه کولو کې د مرستې لپاره کوکیز کاروو. زموږ د ویب پاڼې په کارولو سره، تاسو له دې سره موافق یاست. د نورو زده کولو لپاره زموږ د کارولو شرایط او د محرمیت پالیسي ولولئ